پل علم (پژواک، ۱۰ لړم ۹۵): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ٣٠ سلنه لوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو د طالبانو په بريدونو کې ٣٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٩٩ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دا رقم د تېر کال په پرتله ٣٠ سلنه زياتوالى ښي.))
صالح وايي چې له يادې شمېرې څخه ٣٤ سلنه يې د طالبانو د ماين په چاودنه کې، ٣٣ سلنه يې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال د طالبانو په ډزو کې او ٢٩ سلنه نور يې طالبانو ترور کړي دي.
خو ده ونه ويل چې څلور سلنه نور يې چا وژلي دي.
ده زياته کړه چې په دې وژنو کې قومي مشران، جهادي قوماندانان، ديني عالمان او عام خلک شامل دي.
صالح وايي چې طالبان د دغه شان وژنو په ترسره کولو سره غواړي خلک د دولت له همکارۍ څخه لاس پر سر کېدو ته اړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې ملکي خلک يواځې د طالبانو نه، بلکې د دواړو لورو په ډزو کې وژل شوي دي.
هغه وایي: ((زه له دې سره موافق نه یم چې د ملکي وګړو د وژنو ډېره برخه د طالبانو له لوري ده، د عامو خلکو وژنه او ترور د جنګ زېږنده ده او په ټولنه کی روانې ناخوالې او وژنې د جګړې پایلې دي.))
د وکيل په وينا، د ملګي وګړو وژنه چې له هر لوري وي، د غندنې وړ ده.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ملګي وګړو د وژنې په برخه کې د لوګر د سيمه ييزو چارواکو څرګندونې حقيقت نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP