ښرنه(پژواک،١١لړم٩٥):د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډيرې شوي که چېرې اړينه پاملرنه ورته ونه شي د وسله والو طالبانو په لاس به سقوط وکړي.
د وازې خوا پخواني ولسوال او اوسېدونکي عبدالحي د لړم په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وازې خوا، وړممۍ او تروې ولسواليو کې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.
هغه وايي چې دوه ورځې وړاندې سلګونو طالبانو د وړممۍ ولسوالۍ پر امنيتې پوستو بريدونه وکړل.
ده وويل چې دغه بريدونه د امنيتي ځواکونو او خلکو په همکارۍ په شاه وتمبول شول او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
د عبدالحي په وينا، له تېرو اته کلونو راهيسې وسله والو طالبانو د ګوشتې په سيمه کې د دې درېيو ولسواليو لويه لار له مرکز ښرنې سره تړلې ده.
هغه زياته کړه: (( عام خلک خو څه کوې چې امنيتي کتارونه هم په دې لاره نه شي تېرېدلاى.))
دغه راز د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدخان پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې هم امنيتي ستونزې ډيرې شوې دي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلک د خوراکي او نورو توکو له کمښت سره مخ دي.
ده هم وويل چې که د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي، نو وسله وال طالبانو به يې ونيسي.
په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي هم وويل چې د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې امنيتي حالات خراب شوي دي.
ده وويل چې امنيتي ځواکونه بايد هرڅه ژر په نا امنو ولسواليو کې پراخ عمليات ترسره کړي.
کټوازي زياته کړه: (( په وړممۍ، تروې او وازې يخوا ولسواليو کې امنيت خراب شوى که حکومت يې امنيت ته توجه ونه کړي نو سقوط به شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP