Language

د هلمند په کجکي کې د نشه يي توکو د تولید درې فابریکې له منځه وړل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۱٣ لړم ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په کجکي ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د توليد درې فابريکې له منځه وړې دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د کجکي ولسوالۍ په ګندم ريز سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د توليد درې فابريکي له منځه وړل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې فابريکو کې د هلمند، غور او اروزګان د قاچاقبرانو له خوا ترياک او هيروين توليدل.

ده وويل چې د عملياتو پر مهال سلګونه کيلوګرامه هيروين، ترياک او نور کيمياوي مواد له منځه وړل شوي دي.

ځواک دا هم وويل چې تېره شپه د لښکرګاه ښار په دويمه او درېيمه حوزه او ګرشک ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک زياته کړه چې د عملياتو پر مهال دوه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه په دويمه حوزه کې لومړى وسله والو مخالفينو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وويل چې له بريدونو وروسته امنيتي ځواکونو بيا وکولاى شول چې په سيمه کې دوه کيلومټره نور هم پرمختګ وکړي.

د يادو څرګندونو په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو په شاوخوا کې ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمېر نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.