کندوز (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): امنيتي ځواکونه وايي چې د کندوز لپاره يې د طالبانو مرستيال والي له ١٣ ملګرو سره وژلى دى.
د کندوز امنيه قوماندان سمونوال معصوم هاشمي نن (د لړم ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله د کندوز ښار ٢٠ کيلومترۍ کې په کنم سيمه کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې اوښتې ده.
دغه امنيتي چارواکي زياته کړه چې ياد عمليات تېره شپه د کندوز لپاره د طالبانو د مرستيال والي ملا متقي د له منځه وړو په موخه پيل شوي وو.
هاشمي وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ملا متقي او ١٣ ملګري يې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې عمليات به يې د وسله والو مخالفينو تر بشپړې ځپلو پورې روان وي، خو په عملياتو کې ملکي وګړو ته هم زيات رسېدلى، خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د کنم سيمې يوه اوسېدونکي عارف پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په کلي کې هوايي او ځمکني عمليات روان وو.
هغه د يو شمېر وسله والو مخالفينو د وژل کېدو پخلى وکړ، خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.
خو طالبان ادعا کوي چې په کندوز کې د امريکايي ځواکونو د بمبار په پايله کې د استوګنې ٥٠ کورونه ويجاړ شوي او لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يو را استولي برېښناليک کې ويلي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو غوښتل چې د کندوز ښار اړوند په بزکندهاري سيمه کې پر طالبانو بريد وکړي چې نښته رامنځته شوه او په پايله کې يې لسګونه امرکايي سرتېري او درې طالبان و وژل شول.
طالب وياند ادعا کوي چې امريکايي ځواکونو له نښتې وروسته بزکندهاري سيمې ته څېرمه کلى بمبار کړى چې د ملکي وګړو لسکونو کورونو ته يې زيان اړولى دى.
login or register a new account.