Language

په هلمند کې د اريانا تلويزيون خبريال و وژل شو

لښکرګاه(پژواک،١٤لړم٩٥): د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د افغان خبريالانو په موټر د ماين چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې د اريانا تلويزيون خبريال وژل شوى دى.

په هلمند کې د پژواک خبري اژانس خبريال زين الله ستانکزي د لړم١٤مه پژواک ته وويل: (( موږ سهار شاوخوا لس بجې د دويمې حوزې د جګړې کرښې ته روان وو چې د سره ګودر په سيمه کې زموږ پر موټر چاودنه شوه.))

ستانکزى وايي چې د چاودنې پرمهال د اريانا تلويزيون خبريال نعمت الله زهير وژل شوى او د يو بل سيمه ييز تلويزيون موټر چلوونکي ټپي شوى دى.

ستانکزى وايي: (( چاودنې پرما هم بد تاثير کړى خو اوس ښه يم.))

ده وويل چې په دې موټر د ده او نعمت الله ترڅنګ د ژوندون تلويزيون خبريال ګل احمد هم شتون درلوده چې هم روغ رمټ دى.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې په دې وروستيو کې جګړه د ولايت مقام لس کيلومټرې ته رسيدلې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.