Language

ترکمن : حکومت په تېرو دوو کلونو کې  زموږ لپاره هېڅ کار نه دی کړی

مزارشريف (پژواک،۱۶ لړم ۹۵): د شمال زون ترکمن وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ملي يووالي حکومت د دوی لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۱۶مه، د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو ترکمن قوم له حکومت سره د خپلو ستونزو د شريکولو په موخه ((وفا مو وکړه، جفا مو وليده)) په نامه غونډ وکړه.

دوی په ځانګړې توګه په ولسمشر اشرف غني نيوکه کوله، چې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال يې ورسره د رايو په بدل کې د پرمختيايي چارو د تر سره کولو وعدې کړې وې، چې يوه يې هم پر ځای کړې نه ده.

د ترکمنانو سرتاسري شورا رييس محمد اسحق بهمن، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې اوسني حکومت نه ترکمن قوم او نه هغو سيمو ته پام کړی چې دوی په کې مېشت دي.

نوموړي زياته کړه: ((اشرف غني د ټاکنو پر مهال زموږ قوم د افغانستان پنځم قوم معرفي کړ، موږ سره يې زموږ په سيمو کې د پرمختايي کارونو وعدې وکړې، دا دی دوه نيم کاله تېر شول، هېڅ نه دي شوي.))

هغه وايي، د بلخ په کلدار او شورتپه ولسوالۍ کې يې د برېښنا، د جوزجان په خام اب او قرقين ولسوالۍ د لويې لارې او د امو سيند د تحکيم وعدې کړې وې.

د ده په وينا، همداراز په ترکمن مېشتو سيمو کې ورسره د پنځو مسلکي لېسو د جوړېدو او د غاليو صنعت ته د ودې ورکولو وعده شوې وې، چې يوه هم نه ده پوره شوې.

د ترکمن ځوانانو په استازيتوب محمد ظاهر دانشجو چې په دغې غونډه کې برخه لرله، پژواک ته وويل، چې په ترکمن قوم کې له ۴۰۰ ځوانان ماسټران دي، چې ډېری يې بې دندې ګرځي.

نوموړي زياته کړه، ترکمن قوم له محمد اشرف غني سره د شخصي ګټو په نظر کې نيولو سره د کار غوښتنه نه وه کړې، بلکې ملي ګټې يې نظر کې نيولې وې.

د يادې غونډې بل ګډونوال خان ګلدي عصمتي پژواک ته وويل، دوی غواړي د افغانستان له نورو قومونو سره د عدالت له لارې د ورورۍ ژوند وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له خپل هېواد افغانستان سره مينه لرو او په خپل افغان توب فخر کوو.))

هغه وايي، دوی حق لري، له دولت څخه د خپل قوم په استازيتوب د کار او پرمختيايي چارو غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.