پل علم (پژواک، ١٦ لړم ٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر په مرکز پل علم کې له يوې اونۍ راهيسې يو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلی چې له امله يې سلګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((طالبانو د ښوونځي، ښوونکي او نور چارواکي د کلي جومات ته غوښتي او ورته يې ويلي چې دغه ښوونځي وتړي؛ ځکه ښوونځي ته نږدې د سيمه ييزو پوليسو پوسته ده او په ښوونځي کې د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره بايد دغه مکتب وتړل شي.))
عرب وايي چې طالبانو ښوونکو ته ويلي، تر هغه بايد دغه ښوونځى تړلى وي څو دوى پوسته ونيسي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ښوونځي کې د ١٨ ښوونکو له لوري ٧ سوه زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي.
عرب زياته کړه چې د قومي مشرانو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل شوې تر څو دغه ښوونځی بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.
د دادوخېلو کلي اوسېدونکي حاجي ګلاب پژواک ته وويل چې د دې لېسې يوې خوا ته طالبان او بل لور ته يې سيمه ييز پوليس دي.
ده وويل: ((ډېر وخت دلته جنګ کېده، خلکو له ډاره هم خپل ماشومان نه لېږل، اوس خو لا بېخې طالبانو خلکو ته اخطار ورکړی چې څوک بايد ښوونځي ته ولاړ نه شي نو ځکه مکتب هم تړل شوى دى.))
حاجي ګلاب وايي چې د کلي اوسېدونکو هم د ښوونځي د بېرته خلاصولو په موخه له طالبانو سره خبرې کړي خو تر اوسه پايلې ته نه دې ور رسېدلي.
د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان په ټول هېواد کې د ښوونځيو پر وړاندې خنډ نه جوړوي.
هغه وويل: ((د لوګر د دې لېسې په اړه به زه و وايم چې کېداى شي طالبانو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه دغه ښوونځی تړلی وي خو زه يې بيا هم پوښتنه کوم.))
د مرکز پل علم د دادوخېلو لېسه په ١٣٨٧ کال کې جوړه شوې ده.
په تېره يوه مياشت کې دوه ځلې ناپېژانده وسله والو د دغه ښوونځي د ننوتو په دروازه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو چې له چاودنې مخکې شنډ کړاى شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP