Language

“ټوله شتمني مې اروپا ته د تګ لپاره له لاسه ورکړه”

کندوز (پژواک،١٦لړم ٩٥): د کندوز يو اوسېدونکى چې اروپا ته  د رسېدو لپاره يې هېواد پرېښى و؛ خو موخې ته له رسېدو پرته بېرته خپل ټاټوبي ته راستون شوى، له دولته غواړي چې امنيت ټينګ کړي او خلکو ته دې د کار زمينه مساعده کړي.

نظيف الله مجيدي د هغو سلګونو ځوانانو له ډلې څخه دى چې اروپا ته د سفر په موخه يې هېواد پرېښى و؛ نوموړي د دې ترڅنګ چې دې سفر کې يې زياتې ستونزې او ربړونه ګاللي، خو مقصد ته ونه رسېد، درې مياشتې کېږي چې بېرته کندوز ته ستون شوى او دا مهال له خپلې کورنۍسره په همدې ښار کې ژوند کوي.

نظيف الله مجيدي چې ٣٠ کلن دى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې وداه يې کړى او اوسمهال د نجونو او هلکانو په ګډون ٤ اولاده لري.

هغه دا مهال د کندوز ښار يوه ښوونځي کې معلم دى؛ خو دې ښار کې د کار او ژوند شرايط سخت بولي.

کله مې چې وغوښتل د خپل سفر په اړه راته څه ووايي، نو د نورو افغانانو په څېر د ويلو لپاره يې زړه ډېر ډک و.

نوموړى په داسې حال کې چې ماشومان يې هم ترڅنګ ناست وو او په ځير ځير يې پلار ته کتل، وويل : " يواځې د ماشومانو راتلونکې لپاره مې وغوښتل چې اروپا ته لاړ شم؛ ځکه افغانستان کې مې ماشومانو ته د پوهنې او روزنې موکه برابره نه ده، بلکې ژوند يې هم تضمين نه دى."

هغه ناوړه امنيتي وضعيت، اقتصادي ستونزې او بېوزلي، ټولنيزې او فرهنګي ناخوالې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو کډوالۍ اصلي لاملونه بولي.

نوموړي وويل: "اروپا ته د تګ لګښت مې نه درلود،اړ شوم چې ځمکه او د کور اسباب خرڅ کړم،د زياتو ستونزو ګاللو سره وتوانېدم چې ترکيې ته ورسېږم؛ خو د مقدونيې پولو تړلو له امله مې ونه شو کولى اروپا ته ورسېږم؛ نومجبوره شوم دوه مياشتې ترکيه کې ايسار شم او کومې پيسې مې چې د ځمکې او کور وسايلو له لارې ترلاسه کړې وې، په ياده موده ولګولې، په پايله کې هېواد ته د بېرته راستنېدو لپاره مې پيسې نه درلودې او په هغو پيسو چې کورنۍ مې له کندوز څخه رالېږلې وې، بېرته هېواد ته راستون شوم."

که څه هم چې نظيف اوس خپل ښار، کورنۍ او خلکو سره ژوند کوي؛ خو لا هم هغه اروپا ته د ناکام سفر ترخې خاطرې ځوروي.

نوموړي زياته کړه، افغانانو سره د نورو هېوادونو د وګړو په څېر چلند نه کېږي او ان افغان کډوال دويم او درېم لاس کډوال دي او په ښه سترګه ورته نه کتل کېږي.

په کندوز کې د کډوالو ادارې مشر سيد عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وويل ، افغان حکومت او نړيوالې موسسې چې د کډوالۍ په برخه کې کار کوي، کومې کورنۍ چې له کډوالۍ څخه راستنېږي، د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې يې راولي، څو د ژوند اسانتياوې ورته برابرې شي.

هغه زياته کړه: "هر کډوال چې له بهرنيو هېوادونو څخه هېواد ته راستنېږي او د کډوالو په برخه کې چې کومې نړيوالې موسسې کار کوي، هر راستنېدونکي ته ٤٠٠ ډالره ورکوي او وروسته  بيا د ولايت کډوالو رياست ته مراجعه کوي، څو نورې مرستې هم ورسره وشي."

login or register a new account.

Related Topics