کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٥): د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له خپلې دنده استعفا کړې او استعفاليک يې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند هارون حکيمي، پژواک خبري اژانس ته د دې مطلب په بيانولو سره وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د لړم د مياشتې په اتمه نېټه په رسمي ډول له خپل پست څخه استعفا ورکړې ده.
ده زياته کړه، جهاني خپل استعفاليک د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلى دى، خو تراوسه پورې يې ځواب نه دى ترلاسه کړى.
هغه څرګنده کړه چې د دې استعفا دليل د وزير روغتيايي ستونزه ده.
عبدالباري جهاني، د تېر کال د وري په ٢٩مه له ولسي جرګې څخه د باور رايې په اخيستو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه خپل کار پيل کړ.
جمهوري رياست تردې دمه د دې موضوع په تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP