مزار شريف (پژواک، ١٧ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې د کورنۍ د يوه غړي له خوا څلور ښځې وژل شوې دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لړم په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د بلخ ولسوالۍ د پلاسپوش په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يوې کورنۍ يوه نارينه د خپلې کورنۍ څلور ښځينه غړې پر ډزو سره وژلې دي او يوه يې ټپي کړې ده.
قادري وايي چې بريدګر له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى او پوليسو يې د نيولو په اړه پلـټنې پيل کړې دي.
د عيسى په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه درلودل.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم تېره شپه په يوه کور کې د ډزو او څو کسانو له وژل کېدو خبر شوي دي، خو دا چې وژل شوي کسان د قاتل څه کېدل، په دې اړه يې معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP