Language

امنيتي چارواکي: کندوز کې به ډېر ژر سراسري عمليات پيل شي

 کندوز (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): د کندوز پوځي چارواکو ويلي چې په دغه ولايت کې به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو د ځپلو او له دوى څخه د سيمو د پاکولو په موخه عمليات پيل کړي.

 د هېواد په شمال لوېديځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون عمومي قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال، نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل  چې د پامير د ٢٠ فرقې، ملي امنيت او عامه نظم له ځواکونو سره په همغږۍ به ډېر ژر د "شفق ٢" عمليات پيل کړي.

 کامه وال زياته کړه: "د "شفق ٢" په نوم ژمني عمليات له يوه ستر پلان سره پيليږي، په دغو عملياتو کې د کندوز ښار شا وخوا سيمې هم مهمې دي، که چېرې د کندوز شا وخوا سيمې پاکې نه شي نو موږ ته به بيا سرخوږى پيدا کړي."

 ورته مهال د کندوز ولايتي شورا غړو د دغه ولايت له امنيتي وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او ګواښ يې کړى، چې که د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل نه شي نو د وخت په تېرېدو سره به وضعيت نور هم خراب شي.

 د ولايتي شورا غړي رباني رباني وويل چې د خلکو په وړاندې د دولت اعتبار راکم شوى، څو ځلې د عملياتو په اړه خبرې شوې، خو تر اوسه پورې عملي ګام نه دى پورته شوى.

 رباني زياته کړه: "دا ځلې که چېرې عمليات ترسره نه شي، نو عامه وژنه به وشي."

 د کندوز ولايتي شورا بل غړي امرالدين ولي هم د دې خبرې په يادولو سره چې د حکومتي چارواکو پر  ويناو باور نه لري، زياته کړه: "کندوز کې يو دفاعي کمربند هم شتون نه لري، طالبان د ښار په شا وخوا سيمو کې فزيکي شتون لري نو بيا دولت څه ته ګوري؛ بايد ژر تر ژره عمليات پيل شي."

 خو پاسوال شېرعزيز کامه وال په داسې حال کې چې د جګړې د زياتېدو په اړه د کندوز د ولايتي شورا غړو اندېښنه پر ځاى وبلله؛ زياته يې کړه چې ډېر ژر به په دې اړوند د يوه منظم او مشخص پلان له مخې عمليات پيل کړي، چې په دغه برخه کې د کندوز د شا وخوا سيمو امنيت ټينګښټ ته لومړيتوب ورکول کېږي.

نوموړي، د "شفق ٢" عملياتو د پيل وخت په ډاګه نه کړ.

login or register a new account.