ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

زابل کې وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
8 Nov 2016 - 12:24
زابل کې وسله والو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
8 Nov 2016 - 12:24

کلات (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو مخالفينو او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو ولسوالو د مېزانې ولسوالۍ پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې وسله وال د ملي اردو له ځوابي بريدونو او کلک مقاومت سره مخ شول او په سيمه کې درې ساعته جګړه وشوه.

د سيال په وينا، په دې جګړه کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او او درې نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند دغه راز وويل چې په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي، خو يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي چې په جګړه کې يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په شاه جوى، سيوري او شهر صفا ولسواليو کې يې د بريدونو پر مهال د دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.