Language

لوګر کې وسله والو د ماین پاکۍ یوې موسسې موټر او کارکوونکي تښتولي

پل علم (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت له خوښۍ ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو د سټرلينک ماين پاکۍ موسسې موټر او کارکوونکي تښتولي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ له برګ کنډو سيمې څخه د سټرلينک ماين پاکونې موسسې کارکوونکي او موټر بیولي دي.

ده زياته کړه: ((طالبان راغلي د دې موسسې څلور کاسټر او درې سوپر کېسټم موټر او څلور موټر چلوونکي له ځان سره وړي دي.))

د هغه په وينا، دغه موټر د محمداغې ولسوالۍ زنخار سيمې خوا ته بيول شوي دي.

ولسوال وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه هلې ځلې روانې دي خو تر اوسه پايلې ته نه دې رسېدلې.

د خوښۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل حبيب هم ياده پېښه تاييد کړه.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کړې دي خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب نه دی راکړی خو نن به بيا ورسره خبرې وکړو.))

په لوګر کې سټرلينګ موسسې د تښتول شوو کسانو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د سټرلينګ موسسې کارکوونکي طالبانو نه دي تښتولي.

هغه وايي: ((يو شمېر ډلې دي چې د طالب له نوم نه سؤ استفاده کوي که موږ يې هم پيدا کړو نو حتماً به سزا ورکړو.))

مجاهد وايي چې طالبانو د يو تړون له مخې سټرلينګ ماين پاکې موسسې ته په لوګر کې د کار کوولو اجازه ورکړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.