لښکرګاه (پژواک، ۱۸ لړم ۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې د نهو قوماندانو په ګډون ٩٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
له څه باندې يوې مياشتې راهيسې د هلمند په مرکز او ګڼو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.
په هلمند کې د ٢١٥ مېوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د لړم په ١٨مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د قهر ميوند په نوم عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ځمکني او هوايي ځواکونه برخه لري چې په ترڅ کې يې تر اوسه د نهو قوماندانو په ګډون ٩٠ طالبان وژل شوي دي.
قوماندان وايي چې د همدغو عملياتو په لړ کې تر اوسه ١١٠ کړۍ ماينونه هم شنډ شوي او ځينې سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه هم پاکې شوې دي.
هغه دا هم وويل چې په ټولو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته کافي اکمالات ور رسوي او هېڅ مهال له دې پلوه له ستونزو سره نه مخ کېږي.
په همدې خبري ناسته کې د ۵۰۵ بُست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وویل چې په دې وروستيو کې، جګړه له لښکرګاه ښار څخه لرو پرتو سيمو ته تللې ده.
هغه زياته کړه: ((زموږ ځواکونه اوس د مخامخ جګړې پر ځاى د طالبانو پټنځايونه په نښه کوي چې په دغه کار سره طالبان ډېر وارخطا شوي او تر فشار لاندې دي او له ماتې سره مخ دي.))
دغه راز د هلمند د جګړې د مهارولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه څو برابره را ټيټه شوې ده.
قهرمان وايي چې ډېر ژر به يو شمېر تازه دمي سرتېري د جګړو کرښو ته واستول شي د مارجې او نادعلي لويې لارې به پرانيستل شي او نوې پوستې به هم جوړې شي.
هغه زياته کړه: ((زه له خلکو بښنه غواړم چې دغه جګړه اوږده شوه خو موږ د ملکي خلکو د ژوند د ژغورولو لپاره دغه کار کړى دى.))
د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP