Language

پکتیکا کې د ګوزڼ دوه تازه پېښې ثبت شوې دی

ښرنه (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): روغتيايي چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناورغۍ دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د عامې روغتيا وزارت له مطبوعاتي دفتره د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ دوه تازه پېښې ثبت شوې چې په دې سره په روان کال کې يواځې په پکتيکا کې د ګوزڼ د پېښو شمېر شپږو ته رسېږي.

سرچينه وايي چې د يو شمېر نورو موسسو په همکارۍ هلې ځلې روانې دي څو په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ مخه ونيول شي.

په اعلاميه کې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز له قوله ليکل شوي: "دا چې دوه نور افغان ماشومان پر ګوزڼ ناروغۍ اخته شول، موږ یې ډېر سخت خواشيني کړو. د دې فلج کوونکي ناروغۍ د مخنيوي په خاطر حکومت د پام وړ اقدامات او هڅې تر لاس لاندې نيولې دي."

فيروز وايي، هڅې يې روانې کړې تر څو د پکتيکا په ګډون په ټول هېواد کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين وکړي او له دې نا علاجه ناروغۍ څخه يې وژغوري.

دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د واکسين مسوول ډاکتر محمدعظيم هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.

هغه وويل: ((مخکې د نا امنيو له امله موږ په برمل کې واکسين نه شو تطبیق کولاى خو دا ځل مو د قومي مشرانو په همکارۍ واکسين وکړ چې په ترڅ کې يوه تازه پېښه هم ثبت شوه.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د ګوزڼ دويمه پېښه د کټواز ولسوالۍ په ګواشتې سيمه کې ثبت شوې ده.

د پکتيکا روغتيايي چارواکي ټينګار کوي چې ټولو ماشومانو په تېره بیا د هغو ماشومانو واکسین کول ډېر اړین دي چې له پاکستان څخه را ستانه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په روان زېږديز کال کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ ١٢ مثبتې پېښې تر اوسه ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ ٢٨ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.