محمودراقي (پژواک، ١٩لړم ٩٥): د کاپيسا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د تګاب ولسوالۍ د ښوونکو په ښارګوټي کې د نومرو د وېش لړۍ له څو کلونو ځنډ وروسته پيل شوه.
دوى وايي، له تېر کال راهيسې د کاپیسا په يو شمېر ولسواليو کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټو پروسه يې پيل کړې وه چې د تګاب په ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ښوونکو د حکومت د وسله والو مخالفينو له وېرې نه حاضرېدل چې د تګاب د ولسوالۍ تر څنګ د نومرو په هدف ځمکه واخلي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ستونزې د هواري په موخه ولسمشر څو پلاوي رالېـږلي وو، څو د تګاب ولسوالۍ د ښوونکو د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال په ياده سيمه کې د حکومت وسله وال مخالفين هم د ښوونکو د نومرو په اړه کوم مخالفت نه کوي او د نومرو د وېش پروسه پيل شوې ده.
ساپي زياته کړه: ((د تګاب ښوونکو لپاره د ولسوالۍ په لوېديځه برخه کې ځمکه ځانګړې شوې وه، چې د تګاب د ښوونکو په وينا، ياده ځمکه د تګاب د ښاروال له خوا پر نورو خلکو پلورل شوې ده.))
د پوهنې رييس وويل چې دا ستونزه يې له چارواکو سره شريکه کړې او ولسمشر له مرکز څخه استازي واستول تر څو دا ستونزه هواره شي.
هغه وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د پوهنې رياست کارکوونکو له وسله والو سره خبرې وکړې او هغوی هم په دې اړه له خپل ممانعت څخه لاس اخيستى او هېڅ ستونزه نه جوړوي.
د تګاب د شهيد عبدالغياث د منځني ښوونځي ښوونکی لطف الحق وايي چې دوى د ځمکو لپاره خپلې عريضې د پوهنې امريت ته سپارلې دي، لومړى هغوی ته ورکول کېږي چې د کار پخوانۍ تجربه لري.
د خيرالله په نوم د تګاب يو ښوونکي وايي، اوسمهال چې کومه ځمکه د ښوونکو لپاره ټاکل شوې ده، دا په پخوانۍ نقشه کې هېڅ شامله نه وه؛ ځکه پخوانۍ نقشې ځمکه د تګاب له بازار سره نږدې وه، خو هغه د ښاروالۍ له خوا پر عامو خلکو وېشل شوې ده.
د نوموړي په وينا، د کاپيسا د پوهنې ریاست چارواکي بايد ټولو ښوونکو ته نومرې ورکړي که چېرې ځينو کسانو ته نومرې ورکړي او يو شمېر پاتې شي، نو د ښوونکو تر منځ نفاق رامنځته کېږي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو وېش پيل شوی او دا په عادلانه توګه وېشل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن