Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنيزو کميسيونونو د نوماندانو نوملړ نهايي شو

کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٥): د غوراوي کمېټې د ټاکنيزو کميسيونونو نوماندانو وروستى نوملړ نهايي او ولسمشر ته سپارلى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو کميسيونونو د غوراوي کمېټې غړو، نن مازيګر له ولسمشر سره په ارګ کې وکتل.

د غوراوي کمېټې غړو په دغې ناسته کې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوماندانو وروستى نوملړ ولسمشر ته سپارلى دى.

د غوراوي کمېټه پنځه غړي لري، چې د بشر حقونو خپلواک کيمسيون، د اساسي قانون پر عملي کولو د څار کميسيون او قضا استازي او د مدني ټولنې دوه نور غړي چې پر ټاکنو د څار بنسټونو او د ښځو حقونو مدافع بنسټونو غړي دي، په يادو پنځو کسانو کې شامل دي.

ويل شوي چې په دغې ناسته کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د حکومت اجراييه مشر عبدالله عبدالله، لوى څارنوال فريد حميدي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو هم ګډون درلود.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، چې ولسمشر د پوره غور، بشپړې روڼتيا او د ټاکنيزو کميسيونونو د نوملړ د نهايي کولو لړۍ د رعايتولو په برخو کې د غوراوي کمېټې له غړو ستاينه وکړه.

ولسمشر د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوماندانو نوملړ نهايي کېدل؛ د ټاکنو د ترسره کولو برخې ته د رسېدو لپاره يو مهم ګام وباله؛ ټينګار وکړ چې د ټاکنيزو کميسيونونو غړي به د نهايي نوملړ د نوماندانو له منځ په بشپړې روڼتيا او غور سره وټاکل شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.