Language

د کندوز د جګړې موخه ازبکستان او تاجکستان ته د بهرنيو وسله والو نفوذ غځول دي

کندوز (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): د هېواد په شمال ختيځ کې د پوليسو عمومي قوماندان وايي، طالبان نيت لري چې په کندوز کې د نا امنيو په زياتولو سره د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو ته د بهرنيو وسله والو د نفوذ زمينه برابره کړي.

د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرمحمد عزيز دغه موضوع نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده.

هغه وويل: "طالبان غواړي چې په کندوز کې جګړې ته په دوام ورکولو سره د جندالله بنسټ پاله ډله او نورې تاجک او ازبکستانۍ ډلې په دغه لايت کې ځاى پر ځاى کړي، څو دغه ډلې په تاجکستان او ازبکستان کې نفوذ ومومي."

کامه وال زياته کړه: "د کندوز جګړه ډېره پراخه جګړه ده؛ پاکستان د طالبانو پر ډلو فشار وارد کړى، چې خپلې شوراګانې له پاکستان څخه افغانستان ته ولېږدوي چې له همدې امله پر کندوز فشار زياد شوى دى."

د هېواد په شمال ختيځه حوزه کې د پوليسو ياد چارواکي ادعا وکړه، طالبان د پاکستان د فشار له امله هڅه کوي، څو په کندوز کې ځان ته د اډې په رامنځته کولو سره خپل فعاليتونه پراخ کړي او دغه راز بهرنيو وسله والو ته هم پناه ورکړي.

خو نوموړي څرګنده کړه، امنيتي ځواکونه به هېچا ته هم اجازه ورنه کړي، څو افغانستان پر نورو هېوادونو د بريد او يا نا امنه کېدو پر مرکز بدل شي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى.

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څلور ورځې وړاندې په يوه نوي راپور کې ويلي، شاوخوا ٤٥زره وسله وال چې له ٢٠ سلنې تر ٢٥ سلنې پورې يې بهرنيان دي، په افغانستان کې مېشت دي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

له دې وړاندې د کندوز پخواني والي عمر ساپي هم رسنيو ته ويلي وو چې طالبان د کندوز له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د لارې موندلې په هڅو کې دي.

login or register a new account.

Related Topics