Language

پکتیا کې پر بېځایه شوو کورنیو مرسته ووېشل شوه

ګردېز (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): په پکتيا کې پر ۲۷۵ جنګ ځپلو کورنیو د کابو ۳ میليونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د سرې مياشتې ادارې له خوا د جاني خېلو ولسوالۍ له هغو کورنیو سره وشوه چې د جګـړو له امله بې ځايه شوې وې او د ځاني زيانونو تر څنګ يې ګـڼ مالي زيانونه هم ليدلي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د لړم په ١٩مه د يادو مرستو د وېش پر مهال وويل چې په مرسته شوو توکو کې وريجې، غوړي، چای، لوبيا، بوره او صابون شامل دي چې د ټولو مرسته شوو توکو مجموعي قيمت نږدې درې ميليونه افغانۍ کېږي.

نوموړی وايي: ((موږ د سرې مياشتې له ادارې څخه د دې مرستو مننه کوو او پر نورو خيريه ادارو هم غږ کوو چې د جانې خېلو ولسوالۍ له جنګ ځپلو سره دا ډول مرستې وکړي.))

سهي وايي اوس مهال په جانې خېلو ولسوالۍ کې وضعه نورمال شوې، د ولسوالۍ ادارې فعالې او نور به هم په کې ثبات راشي.

له بلې خوا مرسته اخيستونکي پر دې مرسته خوښي ښيي خـو وايي چې دا مرسته ورته بسنه نه کـوي او د ژمي له سړې هوا سره يې ستونزې لا زياتې شوې دي.

يوه مرسته اخيستونکي زيارت خان منګل پژواک ته وويل: ((له سرې مياشتې نه مننه کوو چې د خپل وس مطابق يې راسره مرسته وکړه خو په دې مرستو زموږ اساسي ستونزې نه حل کېږي.))

دی وايي چې په جانې خېلو کې د زياتو خلکو کورونه په جنګ کې سوځول شوي، خلک په کې وژل شوي او شاوخوا ولسواليو ته تللي چې بايد نوره مرسته هم ورسره وشي.

جاني خېل له مرکز ګردېز څخه کابو اتيا کيلومتره لرې پرته ولسوالي ده چې يوه مياشت وړاندې د لنډې مودې لپاره وسله والو طالبانو په خپلې ولکې کې راوسته چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ بېځايه شول.

login or register a new account.