Language

شپږ شکمن کسان له يو رېنجر موټر سره و نيول شول

ښرنه(پژواک،٢٠لړم٩٥): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په زرغون ښار ولسوالۍ کې شپږ شکمن کسان له يو رېنجر موټر سره يوځاى نيول شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالرووف مسعود د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د زرغون ښار ولسوالۍ په موشکي سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په لړ کې شپږ شکمن کسان د ملي اردو له يو رېنجر موټر سره يوځاى نيول شوي دي.

ده زياته کړه: (( دغو کسانو له طالبانو سره اړيکې درلودې.))

 د ده په وينا، د دغه موټر سريال نمبر اړوندې ادارې ته استول شوى او وروسته به معلومه شي چې دغه رېنجر موټر د کوم ولايت او کومې قطعې اړوند دی.

د نوموړي په خبره، چې په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د زرغون ښار ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسلم بيا پژواک ته وويل چې دغه موټر څو ورځې وړاندې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې طالبانو له ملي اردو څخه نيولى وو.

زرغون ښار د غزني له ګيرو ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

د اړوندې موضوع په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.