پل علم (پژواک، ٢٢ لړم ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې طالبانو د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې د کارکوونکو د خوشي کولو په بدل کې پيسې غوښتې دي خو طالبان بيا وايي چې ماين پاکان دوى نه دي تښتولي.
څلور ورځې وړاندې وسله والو د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ د سټرلينګ ماين پاکې موسسې څلور موټر چلوونکي او اووه موټر تښتولي دي.
د لوګر د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سټرلينګ موسسې دغه کارکوونکي او موټر د طالبانو له لوري تښتول شوي دي.
هغه وايي چې طالبانو اوس د يادو کسانو او موټرو د خلاصون په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((دا څو ورځې موږ ورته جرګه ور لېږو خو پرون يې بيا ويلي چې تر څو پيسې ورنه کړي دغه کسان نه خوشي کوي.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د سټرلينګ موسسې تر اوسه د خپلو کارکوونکو د خوشي کولو په موخه لس زره ډالره ورکړي دي خو طالبان بيا وايي چې دغه پيسې هغوی ته نه دې رسېدلې.
د حامد په وينا، دوى هلې ځلې روانې کړې تر څو نيول شوي کسان او موټر له کومې معاملې پرته بېرته راخوشي کړي.
د يادو کسانو د خلاصون په موخه د جوړې شوې جرګې يوه غړي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: ((دا څو ورځې موږ د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې له طالبانو سره د سټرلينګ موسسې د کارکوونکو د خوشي کولو په اړه غونډې کوو، خو پرون يې وويل چې تر څو پيسې ورنه کړي دغه کسان نه خوشي کوي.))
هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.
خو وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د سټرلينګ موسسې کارکوونکي طالبانو نه دي تښتولي.
هغه وايي: ((يو شمېر ډلې دي چې د طالب له نوم نه سؤ استفاده کوي که موږ يې هم پيدا کړو نو حتماً به سزا ورکړو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP