Language

په پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال مرستې غواړي

ښرنه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٥): پکتيکا ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستانه شوي کډوال وايي چې که د ژمي له را رسېدو وړاندې ورسره مرستې ونه شي نو له ګڼو ستونزو سره  به مخ شي.

په دې وروستيو کې پکتيکا ته له ګاونډي هېواد پاکستان څخه زرګونه کورنۍ راکډه شوې دي او يو شمېر نورې کورنۍ د نا امنيو له امله بېځايه شوې دي.

د پاکستان له شمالي وزيرستانه د پکتيکا برمل ولسوالۍ ته د راکډه شوو کډوالو مشر ميرزک وزير د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له شمالي او جنوبي وزيرستانونو څخه زرګونه کورنۍ برمل ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ سرپناه نه لرو، د خوراک لپاره څه نه لرو، هوا هم ورځ په ورځ يخېږي، که کومک راسره ونه شي ډېر کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.))

د دغو کډوالو يو بل مشر مير سالم هم ورته څرګندونې وکړې او ويي ويل چې په تېرو لسو مياشتو کې ورسره مرستې نه دې شوي.

هغه وايي: ((موږ ته شفاخانه نشته، مکتب نشته، کور نه لرو د خوراک لپاره څه نه لرو، د خداى په هيله ژوند تېروو.))

يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د پکتيکا د کډوالو چارو رييس محمد سليم قاضي خېل پژواک ته وويل چې د يو منظم پلان له مخې هره مياشت له دغو کډوالو سره مرستې شوې دي.

هغه وايي: ((موږ هره مياشت ورسره د خوراکي او يا هم غير خوراکي توکو مرستې کړې دي خو دا چې د کډوالو شمېر ډېر دى نو مرستې يو څه په ځنډ کې ور رسېږي.))

قاضي خېل وايي چې د يادو کسانو لپاره يې نغدي مرستې هم برابرې کړې دي چې ډېر ژر به يې د وېش لړۍ پيل شي.

ده هم وويل که د ژمې له را رسېدو وړاندې له دغو کډوالو سره مرستې ونه شي نو انساني ناورين به رامنځته شي.

دغه راز په پکتيکا کې له پېښو سره د مبارزې رييس عبدالهادي پژواک ته وويل چې د دغو کډوالو له ډلې يو شمېر کورنۍ له طبيعي پېښو څخه زيانمنې شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.