ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې یوه ځوان برېښنايي وتومات زانګو جوړه کړې

خوست کې یوه ځوان برېښنايي وتومات زانګو جوړه کړې

author avatar
13 Nov 2016 - 15:51
خوست کې یوه ځوان برېښنايي وتومات زانګو جوړه کړې
author avatar
13 Nov 2016 - 15:51

خوست (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): په خوست کې يو ځوان د لومړي ځل لپاره داسې برقي زانګو جوړه کړې چې په زنګېدو يې ماشوم ښه خوب کولی شي.

دغه زانګو شل کلن فيض الله فيض چې دا مهال د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ د يوولسم ټولګي زده کوونکی دی، جوړه کړې ده.

هغه له غرمې وروسته د ښار په يوه څنډه کې له خپل ملګري سره د هغه په کارخونه کې په عملي تجربو لګيا وي.

نوموړي په دې وروستيو کې له لرګيو داسې يوه برقي زانګو جوړه کړې چې د ماشوم په ژړېدو سره وتومات ورو ورو يو لور او بل لور حرکت پيلوي او تر هغې دوام کوي، څو ماشوم غلی او ويده شي.

هغه زياته کړه: ((په زانګو کې يو کوچنۍ لوډسپېکر هم نصب شوی چې د الله هو او الله هو غږ وباسي وايي، څو ماشوم دا احساس کړي چې خپله مور يې په څنګ کې ده.))

فيض وايي، سره له دې چې اقتصادي وضعه يې دومره ښه نه ده، خو شته ناخوالو او په دې پرمختللې نړۍ کې د خپل هېواد وروسته پاتې کېدو اړ کړی چې داسې يو څه جوړ کړي چې مخکې له دې چا نه وي جوړ کړي.

ده وويل: ((دا احساس بايد له هر افغان سره موجود وي چې موږ څومره ستونزې لرو، څومره نيمګړتياوې لرو، هېواد مو څه ته اړتيا لري او په کومه برخه کې بايد زيات کار وکړو.))

دغه ځوان له دې وړاندې يوه داسې امنيتي دروازه جوړه کړې وه چې که په خوا کې يې د هر ډول وسلې غږ وشي، نو په اتومات ډول تړل کېږي.

نوموړی دغه راز وايي، که چېرې دولت او ملي سوداګر ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي، غواړي په راتلونکي کې نور ډېر نوي شيان هم جوړ کړي.

هغه وايي: ((ما د دې زانګو پر جوړولو باندې ۶۰۰ ډالر مصرف کړي دي، اما په دولت کې هېڅ داسې کس پيدا نه شو چې زما ملاتړ وکړي.))

فيض الله فيض همدارنګه له دولته غوښتنه کوي چې د ده په څېر کسانو د تشويق او امکاناتو د برابرولو لپاره يوه ځانګړې اداره رامنځته کړي.

د هغه په وينا، تر اوسه يې د پوهنې رياست او د ولايت مقام ته مراجعه کړې خو هغوی ورته کوم مثبت ځواب نه دى ورکړى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.