Language

د لښکرګاه د اوسېدونکو ژوند بېرته عادي حالت غوره کړی

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لړم ۹۵): له پرله پسې جګړو وروسته خلکو يو ځل بيا د هلمند په مرکز لښکرګاه کې عادي ژوند پيل کړى دى.

له نږدې دوو مياشتو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه په دويمې، درېيمې او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې جګړې روانې وې.

خو د لښکرګاه يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو اونيو راهيسې امنيت د ښه کېدو خوا ته روان دى او خلکو بېرته عادي ژوند پيل کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د نوزاد ولسوالۍ قومي مشر جمعه خان د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې جګړې کمې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دوه مياشتې په لښکرګاه کې جګړه وه، خلکو کډه کړې وه، راکړه ورکړه هم په ټپه ولاړه وه خو اوس هر څه تقريبآ سم شوي دي.))

دغه راز د باباجي سيمې اوسېدونکي شاه ولي باغبان پژواک ته وويل: ((يو کال کېږي چې زما کور له وسله والو مخالفينو سره دى زه لښکرګاه ښار ته راغلى يم خو اوس دا څو ورځې کېږي چې دلته وضعيت يو څه ښه شوى دى.))

هغه وويل چې حکومت بايد روان عمليات جارې وساتي تر څو امنيت په پوره توګه ټينګښت ومومي.

د هغه په وينا، د وروستيو جګړو له امله ګڼ شمېر ځوانان وزګاره شوي او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د لښکرګاه ښار يوه هټۍ وال پښتون پژواک ته وويل: ((څو ورځې مخکې چې جنګونه وو، ټول شيان قيمته شوي وو، خپل ټول مشتريان مو لاسه ورکړي وو خو اوس هر څه بېرته ښه شوي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، يوه اونۍ وړاندې د لښکرګاه ښار په يو کيلومترۍ کې جګړه روانه وه اوس دغه جګړه لږه لرې تللې ده.

د هلمند يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د هوا او ځمکې له لارې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي.

login or register a new account.