Language

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۵): د بلخ ولايتي شورا رييس د ملي يووالي له حکومته د دغه ولايت د والي د سرپرستۍ په تړاو د تصميم نيونې غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ٢٥مه د ولايتي شورا د درېيم کال د کورنيو تشکيلاتو د ټاکنو د پايلو له اعلان څخه وروسته له رسنيو سره وکړې.

ډاکټر محمد افضل حديد د بلخ ولايتي شورا د درېيم کال د کورنيو تشکيلاتو په ټاکنو کې د دويم ځل لپاره رييس وټاکل شو.

ده له رسنيو سره د خبرو په ترڅ کې د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل، په بلخ کې د سرپرستۍ روان بهير د ولايت پر چارو باندې منفي اغېز کوي.

هغه وايي، د ټاکل شوي او سرپرست والي صلاحيتونه د قانون له مخې توپير لري چې همدا توپير حکومتولي ته زيان رسوي.

خو دى زياتوي: ((د ملي وحدت حکومت چارواکي بايد له دې وروسته د بلخ ولايت د سرپرستۍ په هکله تصميم ونيسي.))

د بلخ د مدني ټولنې غړي هم د دغه ولايت د مقام سرپرستي د ټولو دولتي چارو د ټکنيتوب عمده لامل بولي.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر او د بلخ پوهنتون استاد حميد صفوت پژواک ته وويل، په دغه ولايت د ولايت مقام سرپرستي د دولت او خلکو تر منځ اعتماد ته زيان رسولی دی.

نوموړي زياته کړه: ((يو ډول داسې حس کېږي چې والي په خپله نه غواړي په ولايت کې فزيکي شتون ولري چې دغه کار پر چارو منفي اغېز کوي.))

د هغه په وينا، د سرپرستي په تړاو د ملي يووالي حکومت ستونزه يواځې تر بلخ ولايت پورې نه، بلکې د حکومت تر کابينې او نورو ولايتونو پورې هم غځېدلې ده چې بايد حل کړای شي.

د بلخ والي عطامحمد نور چې له تېرو ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوي، له تېرو څو مياشتو په بلخ کې نشته.

نوموړى ډېری وخت په کابل او بهرنيو هېوادونه کې وي.

login or register a new account.

Related Topics