Language

د هلمند د جنګ ځپلو غلا شوې مرستې ترلاسه شوې

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ لړم ۹۵): د هلمند ولايت د جنګ ځپلو او بېځايه شوو کورنيو غلا شوې مرستې د لښکرګاه ښار زړې کلا په سيمه کې موندل شوي دي.

د هلمند والي حيات الله حيات د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد توکي د يادې سيمې په يوه کور کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه چې دغه توکي د ۱۵۰  کورنيو په نوم وېشل شوې وې، خو بيا د يوه تن په کور کې ساتل کېدې او په زرنج موټرسایکلونو يې ښار  ته راوړل او بيا يې خرڅول.

حيات وايي، د کور خاوند چې حاجي احمد شاه نومېږي، په تېښته بريالى شوى دا مهال د ملي امنيت له خوا څارل کېږي چې ډېر ژر به ونيول شي.

د والي په وينا، د شاوخوا کورنيو له  قوله له تېرو لسو کلونو راهيسې دغه کس د مرستو د وېش پر مهال له پنځو نورو کسانو سره يو ځای چې له ده  سره مرسته کوي، دغه توکي راوړي او بيا يې پلوري.

حيات زياتوي، دوی به  احمدشاه  له خپلو همکارانو او ټولو هغو کسانو سره چې په موسسو او که په دولتي ادارو کې وي، له ده سره شريک دي، ونيسي.

د هغه په وينا، احمدشاه يو شمېر حرفوي کسان هم لري چې دی ورته کارتونه اخلي او بيا يې په  ۱۰۰  افغانۍ ترلاسه شوې مرستې ترې اخلي.

هغه دا ونه ويل چې د هرې کورنۍ لپاره  څومره  اندازه مواد دي، خو زياته يې کړه چې د غوړو له بوشکو څخه  ښکاري چې هغه ۱۵۰ دي او نور کېټونه او د ماشومان جامې، صابونونه، شامپو او دېته ورته نور توکي په کې شامل دي.

د هلمند د کډوالو چارو رييس نقيب الله زمريال چې په کندهار کې دى، پژواک ته د ټيلېفون په ليکه له يادې موضوع ناخبري وښوده، خو زياته يې کړه چې کېداى شي نوموړي دغه توکي له مستحقو خلکو اخيستي وي.

په ياده سيمه کې يوه ځوان چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، داسې مواد يې له وړاندې هم راوړي او دغه کس  ځانګړي کسان په دولتي او د موسساتو په ادارو کې لري.

login or register a new account.

Related Topics