تالقان (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): په تخار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د نجونو کرکټ لوبډله جوړه شوې چې د سمبالښت چارې يې د پوهنې رياست او د دغه ولايت د سپورټ فدراسيون پر غاړه لري.
د دغه ولايت د سپورټ امر نقيب جليلي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تالقانو کې د نجونو د کرکټ دغه لوبډله په ازمايښتي ډول جوړه شوې چې وروسته به نورو ښوونځيو ته هم وغځول شي.
هغه زياتوي، دوى هڅه کوي چې د دغو لوبډلو په جوړولو سره نجونې لوبو او سپورټ ته وهڅوي.
د تخار د پوهنې رييس عنايت الله نويد پژواک اژانس ته وويل چې په تخار کې د نجونو د کرکټ لوبډلې جوړېدل به د دغه ولايت د ښځينه لوبو د ودې او د هغو د تشويق لامل وګرځي.
نوموړی وايي: "کرکټ ملي لوبه ده، تخار کې د نجونو د کرکټ لوبډلې جوړېدل د دغه ولايت ټولو مېرمنو لپاره لويه لاسته راوړنه ده، موږ نجونې لوبې ته تشويقوو او په ښوونځيو کې ورته د لوبو او تفريح زمينه برابر وو."
د تخار د کرکټ فدراسيون مشر سلطان محمود وايي، مخکې له دې دوی د نارينه وو لوبډلې جوړې کړې او په دې برخه کې خورا پرمختګ شوی دی.
نوموړی وايي چې له کرکټ سره د خلکو لېوالتيا ښيي چې په دې برخه کې نجونې هم ژر او ښه پرمختګ کولی شي.
دی وايي: "تخار کې په لومړي ځل د نجونو د کرکټ لوبډله جوړه شوه، له دې لوبې سره د خلکو لېوالتيا زښته ډېره ده، نجونې ښه په شوق لوبه کوي، زه هيله من يم چې راتلونکی کال به نجونو کې د کرکټ لوبه خورا مشهوره شي."
د کرکټ لوبډلې يوه غړې نسيمه وايي په نړيوالو لوبو کې د افغانستان ښه ځلېدل دوی هم له دې لوبې سره لېوالې کړې.
نوموړې پژواک ته وويل، غواړي کرکټ سم زده کړي په ملي او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او خپلې سيمې ته اتلولۍ وګټي.
دا وايي: "زه غواړم کرکټ زده کړم، په ملي او نړيوالو سياليو کې ګډون وکړم او افغانستان ته اتلولي وګټم، زه همدارنګه له چارواکو غواړم چې په دغه ولايت کې د نجونو لپاره هم لوبغالی جوړ کړي."
اوس مهال په تخار ولايت کې د کرکټ لس د نارينه و او يوه هم نجونو لوبډله ده، خو اړوند چارواکي وايي هڅه کوي په راتلونکي کال په دغه شمېر کې دوه برابره زياتوالی راولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن