Language

حديد: نا امني او اداري فساد د سولې پر وړاندې ستر خنډونه دي

مزارشريف (پژواک، ۲۶ لړم ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ((د بلخ او کندوز د سولې کاروان)) تر سرليک لاندې د دغو دواړو ولايتونو مدني فعالانو د سولې په تړاو ناسته وکړه.

د دې ناستې لومړی پړاو د لړم په ۲۶مه په بلخ- ميديوتيک کې د دواړو ولايتونو د لسګونو مدني فعالانو او د بلخ ولايتي شورا د غړو په ګډون ترسره شو.

د بلخ- ميديوتيک مسوول صابر نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ او کندوز د سولې کاروان درې ورځنی پروګرام دی چې نن يې لومړی پړاو پيل شو.

نوموړي زياته کړه، ميديوتيک هڅه کوي چې د جنګونو له امله په دغو دواړو ولايتونو کې د مدني فعالانو پر فکرونو د پرېوتو منفي تاثراتو اغېز کم کړي.

هغه وايي چې مدني فعالان له ټولنې سره نېغې اړيکې لري او د دوی له لارې د سولې پيغام ښه لېږدول کېدای شي.

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد، يادې ناستې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، افغانستان داسې خلکو ته اړتيا لري چې په رښتيني توګه د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي په اوسمهال کې ناسمه حکومتداري، نا امني او اداري فساد د سولې پر وړاندې ستر خنډونه وبلل.

هغه وايي، د يو ملت په توګه غږ پورته کېدل سولې ته زمينه برابروي چې دغه چاره له نورو ډېر مدني فعالان ښه کولی شي.

له کندوز څخه راغلي مدني فعال حميدالله بلوڅ د ياد پروګرام په تړاو له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ورته ناستې د پېژندنې تر څنګ په فکري توګه د ويښتابه لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه چې د کندوز وروستيو پېښو د دغه ولايت په ټولنيز حالت منفي اغېز کړی دی.

هغه وايي چې که چېرې مدني فعالان په سمه توګه د سولې په تړاو غږ پورته کړي؛ نو خلک هيله من کېدای شي.

 د بلخ- ميديوتيک مسوول نقشبندي وويل چې د دې ناستې په دويمه ورځ به کاروان د بلخ د تاريخي سيمو کتنه وکړي او په درېيمه به ورته د شعر او موسيقۍ پروګرام برابر کړای شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.