Language

د لوګر په بره کي برک کې یوې دولتي چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

پل علم (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بره کې برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يوې څرخې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان بيا وايي چې یاده چورلکه دوی ویشتلې ده.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په خوش مزار سيمه کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د ٣٠٣ امنيتي قطعې يوې څرخې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

هغه وايي: ((بېګاه دغه الوتکه راغلې وه، ځيني سرتېري يې ښکته کړي خو تر پورته کېدو وروسته د تخنيکي ستونزې له امله يې بېرته بېړنۍ ناسته کړې خو څوک په کې نه دي ژوبل شوي.))

ولسوال وايي چې  الوتکه اوس هم په سيمه کې ده او تازه دمي سرتېري سيمې ته رسېدلي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم د دې چورلکې بېړنۍ ناسته تاييد کړه.

د شاه مزار سيمې قومي مشر عزيزالدين پژواک ته وويل: ((بېګاه يوولس بجې به وې چې طياره زموږ کور څنک کې کېښناسته او تر اوسه هم همدلته ده.))

دغه قومي مشر وايي چې په سيمه کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او طالبان چورلکې ته د بېرته پورته کېدو اجازه نه ورکوي.

دغه راز د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ياده چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې ده.

دى هم وايي چې په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

بره کې برک د مرکز پل علم جنوب ته په شل کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.