لښکرګاه (پژواک، ۲۶ لړم ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په هلمند کې امنيتي وضعيت ښه شوى، د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه شوې خو د طالبانو مرګ ژوبله بيا لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د هلمند د جګړې مهارولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د لړم په ٢٦مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
قهرمان وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو پوځې هڅې کمزورې شوې او يو شمېر سيمې هم له لاسه وتلې دي.
ده وويل چې تېره شپه طالبانو د مرکز لښکرګاه د درېيمې حوزې په عينک سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې سهار مهال دغه سيمې امنيتي ځواکونو بېرته ترې ونيولې.
هغه زياته کړه: ((مخالفين وړتيا نه لري، تجهيزات يې ډېر کم شوي دي، پرسونل يې هم هره ورځ ډېر وژل کېږي.))
د قهرمان په وينا، په روان ژمي کې به د لښکرګاه تر څنګ د هلمند په سوېلي ولسواليو کې هم پوځي عمليات ترسره شي.
هغه تور پورې کړ چې ګاوڼډي هېوادونه ايران او پاکستان پر طالبانو فشار راوړي تر څو په هلمند کې جګړه ګرمه وساتي.
په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا د امنيتې کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وويل چې د لښکرګاه ښار ځينې سيمې امنې شوې خو په يو شمېر نورو کې بيا جګړه روانه ده.
هغه وويل: ((په ژمي کې به هم دلته وضعيت دومره ښه نه شي ځکه دلته نه واوره کېږي او نه هم هوا ډېره سړېږي، کېداى شي له نورو ځايونو هم طالبان دلته راشي او وضعيت د تمې خلاف نور هم خراب شي.))
شاکر وايي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون نه لري او اوس هم د تجهيزاتو او پرسونل په برخو کې ستونزې لري.
د لښکرګاه ښار د عينک سيمې اوسېدونکي عنايت الله پژواک ته وويل چې طالبانو خلکو ته له سيمې څخه د وتلو خبر ورکړی دى.
هغه وايي: ((دلته تېره شپه طالبانو له کورونو نه سنګرونه جوړ کړل په لارو کې يې ماينونه خښ کړل او خلکو ته يې هم وويل چې له کورونو ونه وځئ.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP