Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

کلات (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

د زابل د ترافيکو مدير سمونوال عبدالاحمد د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن د شهر صفا ولسوالۍ د غشي منار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له کندهاره د کابل پر لور روان ٣٠٣ موټر له مخامخ روان کرولا موټر سره ټکر کړى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې څلور تنه مړه او يو ټپي شوى چې ټول د کرولا موټر سپرلي دي.

د ترافيکو مدير وايي چې دا پېښه د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، هر کال د کابل- کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښو له امله زرګونه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.