ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ۱۲ کيلومتره سړک د اساسي ترميم چارې پيل شوې

په خوست کې د ۱۲ کيلومتره سړک د اساسي ترميم چارې پيل شوې

author avatar
16 Nov 2016 - 14:02
په خوست کې د ۱۲ کيلومتره سړک د اساسي ترميم چارې پيل شوې
author avatar
16 Nov 2016 - 14:02

خوست ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): په خوست ولايت کې د ١٢ کيلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې.

د خوست مرستيال والي شېر بادشاه ارګوني د دغه سړک د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد سړک د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزويو ولسوالۍ اړوند د دوه سړکه او د لپوريو سيمو تر منځ غځېدلی چې د شپږو مياشتو په موده کې په اساسي ډول رغول کېږي.

هغه زياته کړه چې پر ياد سړک باندې د ټولګټو چارو وزارت له لوري څه باندې ۴۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د ارګوني په وينا، دغه سړک څو کاله مخکې يو وار قير شوی و خو د خلکو زيات تګ راتګ او د موسمي ورښتونو په نتيجه کې ډېر خراب شوی و چې اوس له سره رغول کېږي.

دى وايي: ((د دغه ۱۲ کيلومتره سړک په رغولو سره به د خلکو ډېرې ستونزې حل شي، موږ شپه او ورځ په دې لټه کې يو چې خلکو ته په هره برخه کې رغنده خدمات وړاندې کړو.))

د خوست د ټولګټو چارو رييس انجنير مامور شاه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په دغه ولايت کې  ۳۶۰ کيلومتره سړک قير شوی، خو دا مهال يې زياتره برخه له منځه تللې او بيارغونې ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((د ولایت مقام په هدایت او همکارۍ د زیات شمېر سړکونو پيشنهادونه د ټولګټو چارو وزارت ته لېږل شوي دي، تر څو ټول سړکونه بېرته ترمیم او له تخریبه وژغورل شي.))

بل پلو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ياد ۱۲ کيلومتره سړک په جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د يو بل خبر له مخې، د خوست د کرنې او مالدارۍ له ریاست سره د اړوند وزارت له لوري د کرنې د ودې او پراختیا په موخه د څلورو مجهزو تراکتورونو مرسته وشوه.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير سمیع الله نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عصري او مجهز تراکتورونه څه باندې ۳ نیم ميلیونه افغانۍ ارزښت لري.

دی وایي چې له دغو تراکتورونو به د خوست د کروندګرو په کروندو کې په مسلکي ډول کار واخیستل شي او د هغوی په حاصلاتو کې به زیاتوالی راولي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.