ګردېز (پژواک، ٢٦ لړم ٩٥): په پکتيا کې د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي چې د اداري فساد پر وړاندې يې مبارزه ګړندۍ کړې او له فساد کوونکي سره به جدي چلند وکړي.
دغه څرګندونې په پکتيا ولايت کې د اداري فساد د مخنيوي او د ښځو حقونو د خوندي کولو په موخه په جوړ شوي يو ورځني کنفرانس کې وشوې.
په دغه کنفرانس کې د استيناف څارنوالۍ له خوا جوړ شوی و ځينو حقوق پوهانو، د مدني ټولنو غړو، مېرمنو، د ولايتي شورا غړو او چارواکو په کې برخه اخيستې وه.
په دې غوڼده کې د پکتيا د استيناف څانوالۍ رييس محمد شعيب ثابت وويل: ((د دې کنفرانس څخه مو موخه دا ده چې خلکو ته وښيو چې نور د فساد پر وړاندې جدي يو او هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې په دولتي ادارو کې فساد وکړي.))
ده وويل په پکتيا کې که هر څوک د فساد کومه کړنه وويني په ازادانه ډول کولای شي چې له دوی سره يې شريکه کړي او دوی به یې په اړه جدي اقدام وکړي.
په دې غونډه کې د ملي امنيت استازي شېر فراز وویل د فساد د مخنيوي لپاره لازمه ده هغه څه په ګوته شي چې د فساد د رامنځته کېدو لامل کېږي.
نوموړي وويل تر هغې پورې چې دوی ته معلومات رسېدلي، د زورواکو لاسوهنه، په دندو کې د ناپوه کسانو ګومارنه، د دولت په کچه پراخې غير عادلانه کړنې، د پارلمان له خوا د هغو قوانينو تصويب چې په خپل منځ کې ټکر لري او ځينې نورې کړنې دي چې د فساد د زياتېدو لامل شوي دي.
فراز وويل دغه هغه کړنې دي چې په هېواد کې يې پراخ فساد ته لاره هواره کړې او که چېرې په بنيادي ډول حل نه شي د فساد له منځه وړل نا ممکنه خبره ده.
دغه راز د پکتيا د علماوو ټولنې رييس قاري خواجه الدين حقبيان د ښځو د حقونو په اړه وويل چې په اسلام کې ښځو ته دومره حقوق ورکړل شوي چې په نورو دينونو کې نشته دي.
حقبيان وويل که چېرې مدني ټولنې، علما، ښځې او قومي مشران د ښځو پر حقوقو او د اداري فساد د له منځه وړو په برخه کار وکړي کېداى شي ښه نتيجه ورکړي.
د پکتيا تر څنګ په ټول هېواد کې چارواکو وخت په وخت د اداري فساد د له منځه وړو په اړه څرګندونې کړې خو تر اوسه يې مثبته پايله نه لرله.
login or register a new account.