ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست نړيوال کرکټ لوبغالي د پراخولو تړون لاسليک شو

د خوست نړيوال کرکټ لوبغالي د پراخولو تړون لاسليک شو

author avatar
17 Nov 2016 - 12:40
د خوست نړيوال کرکټ لوبغالي د پراخولو تړون لاسليک شو
author avatar
17 Nov 2016 - 12:40

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٥): په خوست ولايت کې د کرکټ جوړ شوي نړيوال لوبغالي د نور پراخېدو تړون لاسليک شو.

پر دغه تړون د لړم په ٢٧مه، د افغانستان کرکټ بورډ مرستيال حاجي عزيز الله فضلي او د فيضي مجددي ودانيز شرکت مشر حاجي عبدالواسع صالحي لاسليک وکړ.

عزيزالله فضلي وويل چې د خوست په لوبغالي کې د ډېرو نندارچيانو د ځايېدلو په موخه يې دغه تړون لاسليک کړى، چې د نوې پروژې له بشپړېدو سره به په ياد لوبغالي کې پنځه زره نور نندارچيانو ته د کښېناستو ځاى پيدا شي.

هغه زياته کړه چې پر دې پروژې ٢١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي  چې د کرکټ بورډ له بوديجې څخه ورکول کېږي او چارې به يې په راتلونکو اتو مياشتو کې  بشپړې شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراييوي رياست مرستيال دوست محمد نظري وويل چې د خوست په لوبغالي کې د نندارچيانو لپاره پخوا د لسو زرو کسانو د ناستې ځای و، خو ددغه ولايت د کرکټ مينه وال زيات و او په کې نه ځايېدل.

هغه زياته کړې چې د خوست کرکټ لوبغالي کې د بيارغونې نوې پروژې له بشپړېدو سره به هلته ١٥ زره نندارچيان د لوبې ننداره وکولى شي.

د فيضي مجددي ودانيز شرکت رييس حاجي عبدالواسع صالحي وويل چې شرکت به يې د نندارچيانو لپاره د ناستې معياري ځاىونه جوړ کړي.

د يادونې ده چې د خوست کرکټ لوبغالى په دې وروستيو کې نوى جوړ شوى، چې په کې د لوبغاړو او اداري کاکوونکو د ناستې او اوسېدو دوه پوړيزه ودانۍ (پويلين) چمن، د اوبو سيستم او د اکاډمۍ تر څنګ نورې اسانتياوې هم لري.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې دغه لوبغالى په رسمي توګه پرانېستل شي. 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.