Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټاکنيزو کميسيونونو غړي وټاکل شول

د ټاکنيزو کميسيونونو غړي وټاکل شول

author avatar
17 Nov 2016 - 18:56
د ټاکنيزو کميسيونونو غړي وټاکل شول
author avatar
17 Nov 2016 - 18:56

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٥): د ټاکنو خپلواک او د ټاکنيزو شکايتونو کميسيونونو له نوماندانو سره د مرکو لړۍ پاى ته رسېدلې او غړي يې ټاکل شوي دي.

 د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده لړۍ چې د لړم مياشتې په ٢٤ مه نېټه په ارګ کې پيل شوې وه، پرون بشپړه شوې ده.

 په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو کميسيونونو له نوماندانو سره  مرکې، د ولسمشر محمد اشرف غني، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د لوى څارنوال فريد حميدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمدزمان سنګري او پر اساسي قانون د څار کميسيون مشر محمدقاسم هاشمزي په شتون کې په تېرو درېيو ورځو کې په پوره روڼ ډول ترسره شوې دي.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر زياته کړې، ټاکل شوې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوو غړو نوملړ چې د يادې لړۍ په ترڅ کې ټاکل شوي؛ په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.

 د يادو نوماندانو نهايي نوملړ د غوراوي کمېټې له لوري، چې د بشر حقونو خپلواک کميسيون، د اساسي قانونن پر پلي کولو د څار کميسيون او قضا غړي او د ښځو له حقونو د مدافع بنسټونو او پر ټاکنو د څارنې بنسټونو د مدنې ټولنې دوه غړي  يې غړيتوب لري، ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارل شوى و.

 ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چې د ټاکنيزو کميسيونونو د نوماندانو د نوملړ نهايي کېدل؛ د ټاکنو د ترسره کولو برخې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.