ښرنه (پژواک ٢٨ لړم ٩٥): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې له يوې ديني مدرسې څخه لسګونه مفتيان، محدثين او د قران کريم حافظان فارغ شول.
د مرکز ښرنې اړوند په محمدخېلو سيمه کې د مصباح العلوم په ديني مدرسه کې د دې فارغينو په وياړ، تېره ورځ ناوخته غونډه جوړه شوه، چې د پکتيکا له علماوو او زرګونو کسانو سربېره د کندهار، غزني، پکتيا، لوګر، ميدان وردګو او پلازمېنې کابل ځينو مشهورو ديني عالمانو هم په کې برخه اخيستې وه.
په ياده شوې غونډه کې ويناوالو له دولت او ولس څخه ديني مدرسو ته د لازمې پاملرنه غوښتنه وکړه.
له کابل څخه راغلي ديني عالم محمد امين مجددي، په دومره زيات شمېر د خلکو راټولېدنه له دين او ديني مدارسو سره د خلکو مينه وبلله او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې په خپلو اولادونو ديني زده کړې وکړي.
نوموړي په هېواد کې د روان جنګ او مرګ ژوبلې په اړه وويل: "زموږ د هېواد سرنوشت له کلونو کلونو را په دې لوري د نورو په لاس کې دی، چې له امله يې هر يو د خپل ځان په ګټه د جنګ اور ته لمن وهي، اوبه خړوي او ماهيان په کې نيسي."
هغه دغه راز زياته کړه: "بهرنيان راځي، زموږ د ولسمشر او اجرائيوي رييس ترمنځ ستونزې هواروي او د هغوی په خوښه دولتداري پرمخ وړي، چې له امله يې په دولت د خلکو باور کم شوی دى."
د ښرنې يوه ديني عالم پير سيد صابر شاه صاحبزاده وويل، په دې وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات زيان ديني مدارسو ليدلی، مسوولين يې په يو او بل نامه ځورېدلي، چې اوسمهال ډېرې مرستې او لاسنيوي ته اړتيا لري.
نوموړي له ولسونو وغوښتل چې له ديني مدارسو سره مرستې زياتې کړي، ترڅو ديني علما، طالبان او د قران کريم حافظان په خپل هېواد کې زده کړې وکړي او د دين خدمتګاران جوړ شي.
د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ ديني عالم شيخ عبدالمنان هم په خپلو خبرو کې وويل، د اسلام مبارک دين هم په سولې، مينې او ورورولۍ ټينګار کوي.
هغه وايي: "په هېواد کې روانو ناخوالو د نورو هستيو ترڅنګ ديني مدارسو ته هم زيات زيان رسولی، چې ډېری د علم طالبان په يو او بل نامه وژل شوي او او وژل کېږي، خو هېچا يې په سر د امن لاس ونه نيوه او نه يې هم د ديني مدارسو د ساتلو لپاره همکاري وکړه."
د ده په وينا، ديني مدراس د دين د زده کړې ځاى دى، نو خلک دې د خپل اسلامي مسووليت د ترسره کولو په موخه خپل بچيان ديني مدرسو ته ولېږي.
د مصباح العلوم ديني مدرسې بنسټ ايښودونکي مولوي نظر، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې غونډه کې ٢٢ مفتيانو، ٢٥ تنو د نبوي احاديثو علماوو او څلورو د قران کريم حافظانو ته د فضيلت پګړۍ وتړل شوې او هم ١٦ د قران کريم حافظو نجونو ته د فضيلت ټيکري ور په سر شول.
login or register a new account.