Language

په خوست او پکتيا کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست- ګردېز (پژواک، ٣٠ لړم ٩٥): په خوست او پکتيا ولايتونو کې د ځینو امنيتي پېښو پر مهال پوليسو او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوه قوماندان په ګډون درېیو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا ولايت د مقام له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر ماښام د زرمت ولسوالۍ د شاه کارېز په سيمه کې د بهرينو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو د منصور ډلې سراچه موټر په نښه شوی دى.

سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د يادې ډلې قوماندان سيف الله وژل شوی او دوه تنه نور ملګري يې ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، قوماندان سيف الله د ځانمرګو بريدګرو په روزنه، بمي چاودنو او نورو تخريبي کړنو کې لاس درلود.

بلخوا په خوست ولايت کې د يو وسله وال بريد په نتيجه کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د خوست ګردېز پر لويه لار د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې سړک ته څېرمه شوې.

نوموړي وويل، ياد پوليس پر پلې ګزمه بوخت وو چې څو وسله والو پرې بريد وکړ چې له امله يې يو تن پوليس ځای پر ځای ووژل شو او يو بل ټپي شو.

هغه زياته کړه چې وسله وال له سراچه موټر څخه په استفادې د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو وروسته د نورو پولیسو د تعقيب په نتيجه کې موټر د پوليسو لاسته ورغلی او وسله وال تښتېدلي دي.

تر اوسه د يادې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.