ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دفاع او کرنې وزارتونو ځمکې د خوست ښار د پراختيا پر وړاندې خنډ دي”

“د دفاع او کرنې وزارتونو ځمکې د خوست ښار د پراختيا پر وړاندې خنډ دي”

author avatar
21 Nov 2016 - 17:39
“د دفاع او کرنې وزارتونو ځمکې د خوست ښار د پراختيا پر وړاندې خنډ دي”
author avatar
21 Nov 2016 - 17:39

خوست ښار(پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): د خوست ښاروال وايي چې د ښاري پراختيا پر وړاندې د ملي دفاع او کرنې وزارتونو اړوندې ځمکې خنډ ګرځيدلې دي.

 د خوست ښاروال انجينر عبدالبصير چې د ليندۍ په لومړۍ نېټه يې د ښاروالۍ د ستونزو په اړه يوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې تر ډېره بريده د ښاروالۍ په عوايدو کې د فساد ستونزه هم حل شوې او عوايد يې په ډېرېدو دي.

نوموړي زياته کړه، چې ورځ تر بلې د خوست نفوس په ډيريدو دی، اوسنى ښار د يوې ولسوالۍ په بڼه جوړ شوی او د دومره ډېرو خلکو ظرفيت نه لري، نو اړينه ده  چې ښار ته پراختيا ورکړل شي.

هغه وايي: ((نن د خوست نفوس نږدې يو ميليون تنو ته رسيږي او دا ښار پراختيا ته اړتيا لري، خو  د ښار جنوب برخه د ملي دفاع وزارت او غربي برخه د زراعت وزارت ځمکو نيولې، تر هغه چې دا ځمکې د قانون په چوکاټ کې ښاروالۍ ته انتقال نه شي، ښار پراختيا نه شي کولی.))

ښاروال زياته کړه چې د ښاروالۍ په عوايدو کې يې څو برابره زياتوالۍ راغلی او عمده لامل يې د فساد مخنيوی او د بيلابيلو روزنيزو پروګرامونو له لارې د مامورينو ظرفيت لوړول دي.

ده وويل: ((زموږ د ښار غربي دروازې عوايد د ۸ او ۱۲ سوه زرو افغانيو ترمنځ و، خو اوس موږ هلته نوي صادق مامورين ګومارلي او په تېره يوه مياشت کې موږ د غربي دروازې څخه نږدې څلور ميلونه افغانۍعوايد راټول کړي دي.))

بل پلو د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني وويل، چې ځينې صلاحيتونه د ولايتي ادارې له وسې پورته دي او د ځمکو د انتقال په څير د ځينو ستونزو حل وخت ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((د ولايتي ادارې صلاحيتونه ډېر محدود دي او دا کار ته اړتيا لري چې موږ څنګه وکولی شو، ځينې صلاحيتونه محلي ادارو ته انتقال کړو او موږ هيله مند يو، چې دا کار به کيږي.))

په همدې حال کې د خوست ښار يو شمېر اوسيدونکي هم په منظم ډول د ښار د پراختيا غوښتنه کوي.

د انور زاهد په نوم د خوست ښار يو تن اوسيدونکي پژواک ته وويل چې په اوسني ښار کې هغه اسانتياوې نه دي موجودې کوم چې دوی ورته اړتيا لري.

هغه وايي: ((خوست ښار معياري مارکيټونه نه لري، د کانالېزاسيون سيستم نه لري او د موټرو پارکېنګونه هم نه شته، د خوست ښار نفوس اوس زيات شوی، هيله ده چې موږ يو پراخ ښار ولرو.))

د رحيم ګل په نوم د خوست ښار يو تن دوکاندار هم وايي تر هغه چې ښار صنف بندي نه شي او په برخو ونه وېشل شي، د ښار پراختيا ناشونی کار دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.