ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې د تخار د ملي امنيت يو مدير ټپي کړ

چاودنې د تخار د ملي امنيت يو مدير ټپي کړ

author avatar
21 Nov 2016 - 11:18
چاودنې د تخار د ملي امنيت يو مدير ټپي کړ
author avatar
21 Nov 2016 - 11:18

تالقان (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې د چاودنې له امله د ملي امنيت يو مدير ټپي شوى دى.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت د لويې لارې مدير عبدالخليل نن سهار نهه بجې په يوې چاودنه کې ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه چې چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې چې د هغه پر موټر نښلول شوى و.

نوموړى وايي چې په دې چاودنه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او ټپي مدير د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوى دى.

د تخار د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر جميل فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټپي مدير ورته راوړل شوى خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

د ځايي چارواکو په وينا، عبدالخليل تر دې مخکې د ملي امنيت ښاري مدير و.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې چاودنه کې عبدالخليل وژل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.