Language

د بلخ د سوداګرۍ پخوانى رييس په مرموز ډول وژل شوى

مزار شريف (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو پخوانى رييس او د افغان ملت ګوند غړى د المان پر کونسلګرۍ تر بريده وروسته په مرموز ډول وژل شوى دى.

د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د لړم په ٢١مه شپه د المان پر کونسلګرۍ ځانمرګى بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې ٧ تنه ووژل شول او تر ١٢٠ زيات ټپيان شوي وو.

له يادې پېښې وروسته تر دوو ورځو پورې د مزار شريف ښار شاوخوا سړکونه بند او کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو د پخواني رييس محمد هاشم برنا د کورنۍ يوه غړي محمد ادريس د ليندۍ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د بريد په دويمه شپه هاشم برنا په خپل موټر کې له کابل څخه مزار شريف ته راغلى و، خو بيا يې له دوى سره اړيکې پرې شوې وې.

هغه زياته کړه: ((موږ فکر کاوه چې جوزجان ولايت ته به د دوستانو کور ته ورغلى وي، يا به بل چېرته وي، خو کله چې څو ورځې تېرې شوې، شکونه مو زيات شول، پوليسو او نورو اړوندو ادارو ته مو خبر ورکړ، خو چا مثبت ځواب نه ورکاوه.))

د نوموړي په وينا، پرون له روغتون څخه ورته ټېلېفون وشو، چې ډاکټر برنا په ترافيکي پېښه کې مړ شوى او جسد يې ترلاسه کړئ.

ادريس د مسوولينو له قوله وايي، کله چې ډاکټر هاشم برنا مزار ښار ته رسېږي، نو د کلکو امنيتي تدابيرو پر مهال پوليس ورته د درېدو امر کوي، دى وارخطا کېږي، پوليس پرې ډزې کوي او بيا يې موټر د الماني ځواکونو له يوه ټانګ سره ټکر کوي او دى ژوند له لاسه ورکوي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري هم پژواک اژانس ته وويل، ډاکټر برنا ښايي په ترافيکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.

د هغه په خبره، لومړى جسد يې نه پېژندل کېده، خو ترڅو ورځو څېړنو او پلټنو وروسته يې مړى وپېژندل شو او پرون يې کورنۍ ته وسپاره.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض هم پژواک اژانس ته وويل، ډاکټر برنا په ترافيکي پېښه کې مړ شوى او پر جسد يې د مرميو نښې نښانې نه ليدل کېدې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.