Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو کمېسيونونو د مخکينيو کمېشنرانو له کار څخه مننه وکړه او ويې ويل، دوى د لومړي ځل لپاره په سوله ييزه توګه د سياسي واک د لېږد اسانتيا برابره کړه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار په ارګ کې د ټاکنیزو کمیسیونونو له مخکينیو کمیشنرانو سره وکتل.

د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي غړي، پرون په رسمي ډول معرفي شول او لوړه يې وکړه.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو مخکينیو کمېشنرانو څخه په تېرو څو کلونو کې د دوی د  زحمتونو او خدمتونو او خصوصاً له دې امله مننه وکړه، چې د هېواد په حساسو شرایطو کې یې د لومړي ځل لپاره د ټاکنو له لارې په سوله ییزه توګه د سیاسي واک د لېږد اسانتیا برابره کړه.

ده وویل: "د ټاکنیزو کمیسیونونو نويو غړو چې پرون د وفادارۍ لوړه وکړه، ژر به خپلې دندې پیل کړي او په دې برخه کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا لري."

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مخکيني ريیس عبدالستار سعادت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له ولسمشر څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د مخکنیو غړو د کار او خدماتو قدرداني یې وکړه.

هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو کمېشنرانو ته د مسوولیت لېږد د بهیر د چټکوالي په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو مخکينیو کمېشنرانو د دوی د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په اړه خپلې اندېښنې له جمهور ريیس سره شریکې کړې.

اشرف غني هغوی ته ډاډ ورکړ، ويې ویل، حکومت د ټولو وطنوالو د امنیت د تامین مسوولیت لري او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مخکينیو کمېشنرانو د امنیت د ټينګښت په هکله به لازم تدابیر ونیسي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.