Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان له ١٢زره راستنو شوو کډوالو کورنيو سره ٥ ميليون ډالره مرسته وکړه

کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٥): د کډوالو چارو وزارت وايي، جاپان له پاکستان او ايران څخه له ١٢زره راستنو شوو کورنيو سره پنځه ميليونه ډالره مرسته وکړه.

د کډوالو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال فضل احمد عظيمي د جاپان هېواد له دغې بشردوستانه مرستې څخه د مننې ترڅنګ، په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، دغه مرسته به د (آى او اېم) موسسې له لارې هغو افغان کډوالو ته ورکړل شي، چې په يادو هېوادونو کې يې قانون اسناد نه لرل.

ده زياته کړه، په دغو مرستو کې د پخلنځي او د ژمي موسم لپاره ځينې مرستې شاملې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې جاپان همدا ډول له افغان راستنېدونکو کډوالو سره خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

عظيمي وايي، د روان کال له پيل راهيسې هېواد ته له ايران او پاکستان هېوادونو شاوخوا ٩٢٠زره کسان راستانه شوي، چې له هر کډوال سره د يونسيار دفتر له لوري څلور سوه ډالره مرسته کېږي.

ورته مهال په کابل کې د جاپان سفير متيسجي سوزوکا (Mr . Mitsuji Suzuka) وويل، جاپان هېواد د بروکسل په غونډه کې ژمنه کړې وه، چې د بروکسل په غونډه کې يې د کډوالۍ له نړيوال سازمان سره د پنځه مليون ډالرو ژمنه کړې وه.

نوموړي زياته کړه، جاپان هېواد له ٢٠٠٨ زېږديز کال راهيسې د کډوالۍ نړيوال سازمان له لارې افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره مرستې کړې دي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان (آى او اېم) مشر لورينس هارت (Mr.Laurence Hart) وويل، دا د جاپان لومړنۍ مرسته نه ده، بلکې له ډېرو کلونو راهيسې يې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړى دى.

نوموړي د خپلو خبرو په پاى کې ژمنه وکړه، چې دغه سازمان به په راتلونکي کې د افغانستان د کډوالو چارو له وزارت سره همکاره وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.