Language

د عامه پوهاوي نه شتون پکتیکا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل دی

ښرنه (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا د ښځو چارو رييسه وايي چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې زياتره د تاوتريخوالي پېښې د اجباري ودونو او په کم عمر کې د نجونو د ورکړې له امله رامنځته کېږي.

د ښځو چارو رييسې بي بي هوا خوشيوال، دغه څرګندونې نن د مدني ټولنو په هغې غونډه کې وکړې چې د ټولنې د ټولنيزو ستونزو د هواري په موخه رابلل شوې وه.

هغې وويل، په دغه ولايت کې له دوى سره په روان کال کې يواځې ٢٩ پېښې د اجباري ودونو او په کم عمر کې د نجونو د ودولو پېښې ثبت شوې دي.

دې زياته کړه، له يوې خوا په دغه ولايت کې د مېرمنو د پوهې کچه ټيټه ده او له بله پلوه کلتوري او سيمه ييز دودونه په کې حاکم دي چې له امله يې ډېرې مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې شوې دي.

د خوشيوال په خبره، څو وارې يې له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره د مېرمنو د ستونزو د هواري په اړه بحث کړى، خو تر دې دمه يې کومه پايله نه ده ورکړې.

نوموړې د پوهنې پر رياست هم نيوکه وکړه چې تر اوسه پورې په مرکز ښرنه کې د نجونو لېسه نه لري او نه يې هم دې برخې ته لازمه پاملرنه کړې ده؛ همدا راز هغه خيريه موسسات چې د نجونو په برخه کې فعاليت کوي، په دغه ولايت کې هېڅ نه دي کړي.

د پکتيکا د اسلامي زده کړو امر محمد کريم اتلوال وويل چې د دغه ولايت په دولتي ادارو او نورو برخو کې د ښځو ونډه کمه ده.

د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي ډاکټر ابراهيم په دې ناسته کې وويل، په ټوله پکتيکا کې يواځې يوه متخصصه ډاکټره لري چې د دې ستونزې له امله يې د دغه ولايت د ښځو د روغتيا په برخه کې ستونزې او ننګونې زياتې شوې دي.

د پکتيکا د ځوانانو عمومي مدير صالحي پژواک ته وويل چې تر څو پورې په دغه ولايت کې د مېرمنو په برخه کې عامه پوهاوى زيات نه شي، ښوونځي او لېسې ورته جوړې نه شي، د ښځو ستونزې به همداسې دوام مومي.

نوموړي په دې برخه کې د مدني ټولنو، قومي مشرانو او ښځو چارو رياست رول او همغږي مهمه وبلله او له هغوى څخه يې په دې اړه د مرستې غوښتنه وکړه.

د پکتيکا يوه مېرمن چې شنه چادري يې پر تن وه او د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې د ښځو چارو رياست کارونه هم په نشت حساب دي او نه يې هم په دغه ولايت کې کوم داسې کار کړى چې مېرمنې دې ورباندې راټولې شي.

هغې زياته کړه، د نورو ولايتونو په پرتله د پکتيکا ښځې د ژوند له ګڼو حقونو څخه بې برخې دي، چې تراوسه پورې هېچا ورته لازمه توجه کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.