Language

په محمداغې کې د طالبانو د عشر راټولولو مسوول ونيول شو

پل علم (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عشر او زکات راټولولو مسوول يې له مرستيال سره نيولى دى.

د دې ولايت د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د محمداغې په اب بازک سيمه کې په يوه کور عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عشر او زکات راټولولو مسوول ملا حمدالله او مرستيال يې ونيول شول.

ده زياته کړه، دوى په ورانکارو کړنو کې هم لاس درلود او له کور څخه يې يو سراچه موټر او پنځه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.

دى وايي: "حميدالله به خلک ځورول او د هغوى له حاصلاتو څخه به يې لسمه برخه ترې اخيستې، چې په دې کار سره خلک ترې ډېر په تنګ شوي وو."

د اب بازک سيمې يوه اوسېدونکي ګلاب خان، پژواک ته وويل چې د شپې په يوه بجه يې په کلي کې په يوه کور امنيتي ځواکونو چاپه ووهله، چې دوه تنه يې ترې بوتلل.

د هغه په وينا، ملا حميدالله ډېر مشهور کس و او له خلکو به يې د طالبانو لپاره عشر ټولاوه.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

محمداغه د لوګر اړوند له کابل څخه ٣٠ کيلومتر لرې په سوېل کې پرته ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.