ګردېز (پژواک، ۵ ليندۍ ۹۵):دپکتيا ولايت يو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو ديوې غونډې په ترڅ کې دې ولايت ته دنوي ټاکل شوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت وښود.
تېره ورځ د حکومت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې جنرال زلمی ويسا د پکتيا د والي په توګه اعلان کړای شو.
خو دپکتيادغه نهادونه وايي چې نوموړی والي به هيڅکله ونه مني ځکه چې دغه تن په کابل کې د داسې کسانو په واسطه ګومارل شوی چې شخصي ګټې يې په کې خوندي دي .
قومي مشر حضرت محمد کوچي وويل چې په کابل کې دپکتيا يو څو وکيلان او سياستوال دي چې دځان په ګټه ددې ولايت په ادارو کې ګومارنې کوي .
نوموړی وايي: (( موږ دنوي او زوړ والي په مقرريدو باندې کومه نيوکه نه لرو، بلکې دا وايو هر څوک چې مقرريږي بايد دپکتيا والو په خوښه وټاکل شي .))
مدني فعال استاد احمد جان فيضي وويل : ((موږ د دولت مشرانو ته احترام لرو خو دپکتيا په حق يې څو څو ځله داسې ظلم کړی دی او د کسانو په ګومارلو کې يې له دوی سره هيڅ سلامشوره نه ده کړې.))
دی وايي چې نوی والي يو نظامي او له ډلو ټپلو سره تړلی کس دی چې وروسته به دپکتيا خلک ورسره په ستونزه کې وي خو ښه به داوي چې سر له اوسه يې ولسمشر په بيرته لرې کولو کې ګام واخلي .
فيضي وايي چې که ولسمشر ددوی وړانديزونو ته غوږ ونه نيوه نو دوی به نوی والي هم پکتيا ولايت ته پرې نږدي .
يو بل قومي مشر جنت خان منګل وايي چې مرکزي ادارې دپکتيا والو زيات حقونه خوړلي ، دې ولايت ته يې هيڅ توجه نده کړې او حال داچې دې ولايت په هر نظام کې زياتې قربانۍ ورکړې دي .
دی وايي ، نوی والي چې يو نظامي کس دی نو څنګه به وکولای شي چې ملکي ادارې کنټرول کړي ، خو معلومه خبره ده چې ديوې معاملې پر اساس ټاکل شوی دی.
نوموړی وايي، دوی پر دولت باندې حق لري چې دنوي والي په ټاکل کېدو کې ورسره مشوره وکړي او دا نه چې دهغو کسانو په خوښه يې راوليږي چې دپکتیا له نوم څخه سياسي ګټې پورته کوي.
login or register a new account.