Language

د کندوز جګړه ځپلې کونډه چې پر سړک يې ژوند کولو، رواني ناروغي پيدا کړې

مزارشريف (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۵): د کندوز د ناامنيو له مجبوريته مزارشريف ښار ته بېځايه شوې مېرمنې د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو له امله رواني تکليف پيدا کړی دی.

د ۴۵ کلنې مهريې خال خاوند د کندوز په وروستيو ناامنيو کې وژل کېږي، نوموړې د ژوند د تېرولو لپاره له خپل ۱۲ کلن زوی سره مزارشريف ښار ته بېځايه کېږي، چې دلته د سړکونو پر سر ژوند تېرولو ته اړه شوې ده.

نوموړې تېره ورځ د مزارشريف ښار له شاديان سړک څنډې څخه ملکي روغتون ته لېږدول شوې، چې دمګړۍ په رواني څانګې کې تر درملنې لاندې ده.

مهريه خال له تېرې يوې نيمې مياشتې د همدې سړک څنډې ته صندلۍ جوړه کړې وه او له خپل ۱۲ کلن زوی سره په کې تر شنه اسمان لاندې اوسېده.

پژواک خبري اژانس د ليندۍ په ۶مه، له نوموړې مېرمن سره د ملکي روغتون په رواني څانګې کې خبرې وکړې؛ خو له هغې سره ژبې او دماغو ياري نه کوله.

مهريه خال، چې د سر په لومړۍ برخه کې يې له ټيکري لاندې سپين ويښتان له ورايه ښکارېدل، د خپل تېر ژوند او د اوسني تريخ حالت د بيانولو لپاره يې سمې خبرې نه شوی کولی.

هغه به د ځينو پوښتنو پر وړاندې غلې وه؛ خو ځينې به يې بې ربطه ځوابولې.

نوموړې د دې پوښتنې په اړه، چې په مزارشريف ښار کې د سړک پر څنډه په صندلۍ کې ژوند کولو ته ولې اړه شوې، د خپلو لاسونو په مرسته د ډوډۍ اشاره وکړه او ويې ويل: ((همدومره ډوډۍ راته راوړئ، زه نور هېڅ مشکل نه لرم.))

خو د مهريې خال يواځينۍ اسرې (د هغې زوی ۱۲ کلن فيروز) بيا د خپلې مور د ژوند ډېر اړخونه راوسپړل.

نوموړی چې د خپلې مور چپرکټ خواته ولاړ و، پژواک ته يې وويل، پلار يې د کندوز په يوه دفتر کې د ساتونکي دنده ترسره کوله.

هغه وايي، د کندوز په وروستيو جګړو کې يې پلار ووژل شو او له همدې امله دی او مور يې د ژوند تېرولو لپاره مزارشريف ښار ته راغلل.

د ده په وينا، مزار کې يې څوک نه لرل، لاره ترې ورکه وه، چې څه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((مور مې يوه صندلۍ پيدا کړه، د روضې ابل اړخ ته د يو سړک خواته يې کېښوده، زاړه شيان يې پرې واچول او دواړه ورته کېناستو.))

هغه وايي، له تېرې يوې نيمې مياشتې يې د سړک پر غاړه همدې صندلۍ کې ژوند وکړ او خلکو به ورسره د سوالګرو په څېر مرسته کوله.

فېروز د خپلې کورنۍ د نورو غړو په تړاو وويل، يو ورور يې کلونه کېږي، ايران ته تللی؛ خو مړی او ژوندى يې ورک دی.

نوموړي له ځانه مشرې خور يادونه وکړه، چې هغه په وطن کې ترې له تېرو دوو کلونو ورکه ده او لا يې په اړه معلومات نه لري.

فيروز د خپل ژوند د راتلونکي په اړه د شوې پوښتنې په ځواب کې همداسې کتل او غلى پاتې شو.

خو نوموړی په بلخ د ملکي روغتون په رواني څانګه کې د خپلې مور درملنې ته هيله من و.

د رواني څانګې ډاکټر محمد اشرف روان پژواک ته وويل، تېره ورځ ناوخته ورته مهرخال د امنيتي ځواکونو له خوا راوړل شوه.

نوموړي زياته کړه، په لومړي سر کې يې حالت بېخي خراب و، چې په هېڅ حالت کې يې سمې خبرې نه شوای کولى.

هغه په طبي اصطلاح د مهريې خال ناروغي اسکيزوفرني فرم (Schizophreniform)  وبلله، چې له اسکيزوفرم ناروغۍ سره ورته والي لري او په عامه اصطلاح يې ((د ځوانۍ لېونتوب)) بولي.

ډاکټر اشرف د مهريې خال د ناروغۍ لامل اقتصادي او ټولنيزې ستونزې وګڼلې.

د ده په خبره، هغه خلک چې د ژوند له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ شي، نو د ډېر فشار له امله له ورته ناروغيو سره لاس او ګرېوان کېږي.

خو هغه د مهريې خال د درملنې په تړاو هيله مندي وښوده، چې ډېر ژر به روغه شي.

د مهريې خال هغه انځور، چې له خپل زوی سره د شاديان سړک څنډې ته په صندلۍ کې ناسته ده، له تېرې ورځې د فيسبوک له لارې ډېر خپور شوی؛ چې ډېرو خلکو ورسره خواخوږي ښودلې ده.

پژواک اژانس د نوموړې دغه عکس په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې خپره کړې او ډېرو خلکو له يادې مېرمنې سره د مرستو ژمنتيا ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.