ښرنه (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): د پکتيا نوی والي زلمی ويسا وايي چې د دغه ولايت په امنيت، بيارغونه او په نورو اړينو برخو کې به کار وکړي.
نوموړي دغه خبرې د ليندۍ په ٦مه د دغه ولايت په مقام کې په هغې غونډه کې وکړې چې د هغه د معرفۍ په اړه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې دولتي چارواکو، د پارلمان استازو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
ويسا زياته کړه، په ملکي اداره کې يې کار کول لومړۍ تجربه ده، خو د وخت په تېرېدو سره به په تدريجي ډول د دغه ولايت ستونزې حل کړي.
د نوموړي په وينا، پرته له امنيت څخه د بيارغونې چارې پر مخ وړل ناممکنه ده چې ورسره جوخت به د بيارغوني، تعليم او په نورو برخو کې کار وکړي.
ويسا دا هم وويل چې د اداري فساد په له منځه وړو کې جدي دی او چا ته به اجازه ورنه کړي چې په اداره کې يې نا قانونه لاسوهنه وکړي.
ده په خپله پېژندګلوي کې دا هم وويل چې په نظامي برخه کې يې کلونه کلونه زده کړې کړې او له هېڅ کومې ډلې سره تړاو نه لري او نه به د چا تر فشار لاندې راشي.
د پکتيا ولايتي شورا رييس الامير بهرام زوی وويل، د دغه ولايت ټول ولسونه له نوي والي سره همکار دي او ملاتړ يې کوي.
هغه زياته کړه چې نوى والي بايد د يادو کارونو تر څنګ د قومونو او مدني ټولنو په يووالي کې کار وکړي او هغه لويې او وړې پروژې چې چارې يې په ټپه درېدلې بېرته پيل کړي.
بهرام زوی له نوي والي څخه وغوښتل چې د پکتيا بيارغونې او ثبات ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه دغه ولايت د زون مرکز دی خو په هماغه ډول ورته کار نه دی شوی.
قومي مشر او ولايتي شورا پخواني رييس ښايسته جان احدي وويل، اداري فساد هغه ستونزه ده چې د دغه ولايت خلک ډېر ترې ځورېږي چې نوی والي يې بايد په مخنيوي کې هڅې وکړي.
ده وويل د پکتيا د بېلابېلو قشرونو تر منځ يو لړ ناسم پوهاوی او ستونزې شته چې بايد حل شي تر څو نورو چارو ته زمينه برابره شي.
login or register a new account.