Language

تورخم کې څه باندې نهه زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي

جلال اباد- کابل- ګردېز (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې سرحدي پوليسو په تورخم ښارګوټي کې څه باندې نهه زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرحدي پوليسو په تورخم کې ٩٣١٠ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه توکي په يوه لوى بار وړونکي موتر کې ځاى پر ځاى شوي چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې افغانستان ته را لېږدول کېدل.

د سرچینې په وینا چې یاد توکي په تورخم بندر کې کشف او ترلاسه شول.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله وال مخالفين له دغو توکو په ورانکارو کړنو او ترهګريزو بريدونو کې ګټه پورته کوي.

سرچينې ويلي چې له دغو توکو سره په تړاو د پاکستاني موټر چلوونکى نيول شوى او اوس تر پلټنو لاندې دى.

بلخوا د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې پوليسو اته ميله بېلابېل ډول وسلې او يوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې دغه توکي د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند ساحه د چاڼيزو عملياتو پر مهال ترلاسه شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د سره رود ولسوالۍ د درونټې په ساحه کې د پلټنو پر مهال له يوه کرولا موټره ٣٥ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه وايي چې دغه توکي د لغمان له الينګار ولسوالۍ څخه د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ ته لېږدول کېدل چې له يوه کس سره نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې دوه موټر تښتونکي يې له یوه تښتولي موټر سره يو ځای نيولي دي.

د ياد ولايت د امنيي قوماندانۍ جنايي امر سمونوال نورمحمد منګل وايي، دغه دوه کسان يې له هغه موټر سره يو ځای نيولي چې له لوګر څخه يې راتښتولی و او غوښتل يې بلې سيمې ته يې بوځي.

login or register a new account.