Language

“په کندوز کې دې ژمی د وسله والو د ځپلو په موخه پراخ عملیات وشي”

کندوز (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٥): د کندوز ولايتي شورا وايي چې که چېرې حکومت په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو د بشپړ ورکولو لپاره چاڼيز عمليات ونه کړي، کندوز کې د تېر کال پېښه تکرارېدای شي.

د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((دولت بايد د طالبانو پر وړاندې په کندوز کې ژمني عمليات ترسره کړي؛ ځکه چې طالبان په ژمي کې له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې چمتووالى نه لري.))

ولي وويل چې طالبان په ژمي کې خوځښتونه نه لري، کمزوري کېږي او فعاليت يې کم وي، خو دولت بايد له دغه فرصته ګټه واخلي او طالبان له کندوز ښار نه وباسي.

هغه وويل چې دولت هېڅ پاملرنه نه کوي او که چېرې عمليات ونه کړي، يو ځل بيا به د تېرو کلونو قضيه په دغه ولايت کې تکرار شي.

د کندوز ولايتي شورا منشي زرګل عالمي پژواک ته وويل چې دولت په لوى لاس د کندوز نا امني غواړي.

مېرمن عالمي زياته کړه: ((د حکومت لوړپوړو چارواکو څو ځلې په کندوز کې د عملياتو د پيل ژمنه ورکړې، خو دغه وخت تېر شو او ژمنې عملي نه شوې.))

د کندوز خلک له حکومته غواړي چې د طالبانو د بشپړې نابودۍ لپاره ژمني عمليات ترسره کړي.

د کندوز ښار اوسېدونکي رحمت پژواک ته وويل چې دولت تېر کال هم په ژمي کې د طالبانو پر ضد د عملياتو ترسره کولو ژمنه کړې وه، خو د نا څرګندو لاملونو په سبب ترسره نه شول چې په پايله کې يې کندوز ولايت د طالبانو لاس ته ورغى.

هغه وويل: ((که چېرته دولت دا ځلې هم پاملرنه ونه کړي، د تېر کال قضيې به يو ځل بيا تکرار شي.))

بلخوا د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال وويل چې په کندوز کې مېشت امنيتي ځواکونه به ډېر ژر په دغه ولايت کې د (شفق ٢) عمليات پيل کړي.

دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي د عملياتو د پيل نېټه څرګنده نه کړه، خو ويې ويل: ((د شفق عملياتو دويم پړاو به ډېر ژر پيل شي، خلکو ته ډاډ ورکوم چې طالبانو به له ټول کندوز نه ورک شي.))

login or register a new account.

Related Topics