غزني ښار (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): د غزني امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د "کليوال ملګري مدني ټولنه" له وسله والو طالبانو سره په لاس لرلو تورنه کړه او ويې ويل چې دغه ټولنه په امنيتي ادارو کې لاسوهنې هم کوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د ليندۍ په ٨مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، ځيني اسناد يې ترلاسه کړي چې له مخې يې د "کليوال ملګري مدنې ټولنه" له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ اړيکې لري.
هغه وايي چې د دې ټولنې غړو څو ځلې د وسله والو طالبانو له يو مشهور قوماندان ملا اختر محمد ساپي سره ناستې کړې دي.
امرخېل رسنيو ته يو مکتوب هم ښکاره کړ او ويې ويل: ((دا هغه مکتوب چې د اخترمحمد او د دې ټولنې د غړو تر منځ د ناستې لپاره جوړ شوی و.))
قوماندان دا هم وايې: ((کله چې د غزني پر محکمه برید وشو، د دې ټولنې یو غړی د وسله والو طالبانو په جسدونو پسې ګرځېده ما ورته زنګ و واهه او ورته ومې ويل چې ته طالب يې او هغو ته کار کوې.))
امرخېل دا هم وويل چې د دې ټولنې غړي د امنيتي ادارو په چارو کې هم مداخلې کوي چې له امله يې امنيتي ستونزې ډېرېږي.
هغه دا هم وويل چې دغه ټولنه د غزني په اړه ناسم راپورونه هم رسنيو ته ورکوي.
خو په غزني کې د کليوال ټولنې مشر انعام الله ګوهر د امرخېل څرګندونې رد کړې او ويې ويل، هېڅ داسې اسناد به پيدا نه شي چې له طالبانو سره د دې ټولنې د غړو اړیکه ثابته کړي.
د هغه په وينا، د دې ټولنې غړي هڅه کوي څو د خلکو ستونزې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل لار ورته پيدا کړي.
ګوهر وايي چې دوې د غزني په اړه هېڅ ډول غلط معلومات رسنيو ته نه دي ورکړي، دا د رسنيو خپل کار دى چې څه ډول راپورونه خپروي.
د هغه په وينا، کليوال ملګري يوه خپلواکه، علمي او کلتوري ټولنه ده او له څو کلونو راهيسې د هېواد له نافذه قوانينو سره سم په غزني کې علمي، فرهنګي او مدني فعاليتونه کوي، تل يې د ولس ستونزو او ننګونو ته انعکاس ورکړی دی، د حقه حقوقو د مبارزې لپاره يې تل له ولس سره همکاري کړې ده.
بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل: ((دا ټولنه او قوماندان بايد په خپل منځ کې مشکلات حل کړي دا څه خبرې دي چې دوې يې خلکو ته کوي، ټول بايد يو لاس شي تر څو غزني جوړ شي.))
login or register a new account.